گزارش

د خبریالانو ملي ټولنې او د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځه هوکړه‌لیک لاسلیک شوه

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې او ملي د لوړو زدکړو خصوصي موسسې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې خبریالانو ته د درملنې لپاره ځانګړی تخفیف ورکوي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې او ملي د لوړو زدکړو خصوصي موسسې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې خبریالانو ته د درملنې لپاره ځانګړی تخفیف ورکوي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي، چې د دغه هوکړې د لاسلیک پر مهال یې رابلل شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې یوازې خبریالان نه؛ بلکې د هغوی د کورنۍ نور غړي هم د درملنې په دغه تخفیف کې شامل دي.

هغه وویل، د خبریالانو د لاسنیوي او د هغوی ستونزو ته د رسېدو په موخه یې دغه ګام اوچت کړی او هڅه کوي، چې له نورو بېلا بېلو بنسټونو سره د خبریالانو د معافیت او خوندیتوب لپاره ورته هوکړې ولري.

ورته مهال د ملي د لوړو زدکړو مؤسسې مرستیال عبدالحمید جلیلي څرګنده کړه، چې د دغې هوکړې له لارې یې خبریالانو او د هغوی د کورنۍ غړو ته د غاښونو د پروتیز په برخه کې ۷۰ سلنه او د لابراتواري معایناتو په برخه کې ۸۰ سلنه تخفیف په نظر کې نیولی دی.

د هغه په وینا، د دوی د زدکړو مرکز تر ډېره د روغتیایي برخې زدکړو ته ځانګړی دی او په دې برخه کې د ګاونډیو او سیمې ځینې هېوادونو سره د مرستې هوکړه لیکونه لري.

د خبریالانو د دفاع کمېټې رئیس محب هاشمي په خپلو خبرو کې وویل، له سیاسي بدلون وروسته په افغانستان کې یوازې هغه خبریالان پاتې دي، چې په دې وطن یې زړه دردېږي او په وینا یې؛ ځکه خو په دې سختو شرایطو کې غواړي خپل وطن او خلکو ته خدمت وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د افغان ژورنالېستانو د لاسنیوي او مرستې لپاره دې د دولتي او خصوصي بنسټونو له لوري حقیقي هڅې وشي او په ځانګړي ډول یې د ملي لوړو زدکړو مؤسسې له ادارې څخه وغوښتل چې د درملنې تر څنګ دې په تعلیمي برخه کې هم تخفیف ورکړی شي.

د هاشمي دغو وړاندیزونو په ځواب کې د ملي د لوړو زدکړو خصوصي مؤسسې مرستیال وویل، چې د روغتیا په برخه کې خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو ته په میاشت کې یو ځل معاینات په بشپړ ډول وړیا ورکوي.

هغه دغه راز په تعلیمي برخه کې د تخفیف او اسانتیا په اړه څرګنده کړه، چې د دوی فرهنګي کمېټې به د خبریالانو له ټولنې سره په داسې یو بل هوکړه لیک غور وکړي، چې له مخې یې د خبریالانو د کورنۍ غړو ته د لوړو زدکړو او نیمه لوړو زدکړو لپاره تخفیف وټاکي.

که څه هم خبریالان له دوی سره د خصوصي بنسټونو له دغسې مرستو او اسانتیاو خوښ دي خو وايي، پر ځای د دې چې د خبریالانو په نوم له بېلابېلو ټولنو سره دغسې هوکړې وکړي پکار ده، چې نېغ په نېغه خبریالانو ته خدمات ورسوي.

د دوی په باور که د خصوصي بنسټونو له لوري ځانګړي شوي خدمات دغسې ټولنو ته وسپارل شي د نه روڼټیا له وجهې به یې مؤثریت کم وي.

د یادولو وړ ده، چې د ملي د لوړو زدکړو مؤسسې او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې تر منځ د دغه هوکړه لیک په اساس به خبریالان د درملنې لپاره د یادې ټولنې له لوري ورمعرفي کېږي.

یو خبریال چې د نوم له یادولو یې ډډه وکړه…. وویل: «تر مختلفو عنوانو لاندې د خبریالانو له نومه ناوړه ګټه اخیستنه او له خبریالانو څخه مافیایی استفاده هغه څه دي په تېرو شلو کلنو کې په اطلاعاتي برخه کې د خبریالانو لپاره ترخې تجربې وې».

د خبریالانو د روغتیایي خوندیتوب په برخه کې دغه هوکړه دوامداره او د ټول افغانستان د خبریالانو لپاره ده.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *