افغانستان

هیواد کې د اوبو د تصفيې او ضايع کېدو مخنيوي په اړه خبرې شوي

د کابینې ۱۷مه غونډه د رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ پرون دوشنبه (شعبان المعظم ۸مه/ سلواغې ۳۰ مه) ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د کابینې ۱۷مه غونډه د رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ پرون دوشنبه (شعبان المعظم ۸مه/ سلواغې ۳۰ مه) ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په یاده غونډه کې له اجنډا سره سم په هیواد کې د اوبو د ضايع کېدو مخنيوي په اړه هر اړخيز بحث وشو او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه ناستې او څېړنې وکړي او وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اوبو د تصفيې شرکتونه دې له ښارونو لرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفيې لپاره کار وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *