افغانستان

نورستان کې د غره ښویېدنې پېښې د قربانیانو شمېر کې زیاتوالی راغلی

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې د غره ښویېدنې پېښې د قربانیانو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې د غره ښویېدنې پېښې د قربانیانو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان باختر آژانس ته وویل چې په دغه پېښه کې 25 تنه شهیدان شوي چې تر اوسه د ۹ تنو جسدونه راوستل شوي دي او د پاتې نورو د لټون عملیات روان دي.

حق بیان زیاته کړه چې د یادې پېښې سیمې ته د سرې میاشت او عامې روغتيا ریاست روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د نورو جسدونو پلټنه روانه ده.

دغه پېښه د زياتو اورښتونو له امله رامنځته شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *