افغانستان
په ننګرهار کې پر ۸۰۰ جريبه ځمکه د کبانو فارمونه جوړ شوي
د ننګرهار د کانال رياست مسئولين وايي چې د ننګرهار د کانال ریاست پر ۸۰۰ جريبه ځمکه د کبانو فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کانال رياست مسئولين وايي چې د ننګرهار د کانال ریاست پر ۸۰۰ جريبه ځمکه د کبانو فارمونه جوړ شوي دي. د ننګرهار د کانال رياست مسئولينو باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې په ننګرهار کې پر ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې د کانال رياست له لوري فارمونه جوړ شوي او دغه راز د یاد ریاست پر ۳۰۰ جريبه ځمکه باندې د ۵ شرکتونو له لوري فارمونه جوړ شوي، چې په کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد ولایت د کانال ریاست مسوولین وایي، چې تمه ده ډېر ژر له دغه فارمونو څخه کبان بازار ته عرضه شي.