افغانستان

په ګمرکي بندرونو کې د سکنرونولګول؛ 40 سلنه عواید به ملی خزانې ته راځي

د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون له لوري هغه طرحه تصویب شوې ده، چې له مخې به یې د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې برېښنايي سکنرونه لګول کېږي.

د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون له لوري هغه طرحه تصویب شوې ده، چې له مخې به یې د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې برېښنايي سکنرونه لګول کېږي.

په دغو ګمرکي بندرونو کي د ۲۴ لویو پایو برېښنایي سکنرونو د لګولو طرحه، د مالیې وزارت له لوري اقتصادي کمیسیون ته وړاندې شوې وه، چې یاد کمیسیون دغه طرحه تائید کړې ده. د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل انیس ورځپاڼې سره په خبرو کې د یادو سکنرونو په اړه وویل: «له دې سره به د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د خصوصي سکټور سره د عامه مشارکت له لارې د ۸ میلیارده افغانیو په پانګونې سره، چې څه باندې ۱۰۹ میلیونه ډالر کېږي، ۲۴ پایې لوی برېښنایي سکنرونه نصب شي، چي په هر بندر کې به یو سکنر د صادراتو او یو د وارداتو لپاره نصب کېږي».

د مالیې وزارت د ویاند په وینا، دغه سکنرونه به د دوه کلونو په موده کې فعال او ګټي اخیستنې ته وسپارل شي او زیاته یې کړه، چې له بندرونو څخه په لاس راغلیو عوایدو ۴۰ سلنه عواید به ملي خزانې ته راځي.

حقمل په بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو د لګولو د ګتې په اړه څرګنده کړه، چې په دې سره به په بندرونو کې د قاچاق او عوایدو د تیښتې مخه ونیول شي او ورسره به په ګمرکي عوایدو کي میلیاردونه افغانۍ زیاتوالی راشي.

باور دا دی، چې په ګمرکې بندرونو کې د برېښنایي سکنرونو له نصب سره به، په ګمرکي چارو کې لا ډېره رونټيا او چټکتیا رامنځته شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد طاووس فرزاد وویل، چې که له دغو سکنرونو څخه ښه او په منظمه توګه ګټه پورته شي، په ملي عوایدو کې د ډېروالي تر څنګ به د سوداګرو لپاره هم اسانتیاوې رامنځ ته شي.

هغه وویل: «د دغو سکنرونو په نصبېدو سره به روڼتیا رامنځ ته شي او د هغو بې کیفیته توکو مخه به ونیول شي، چې هېواد ته به وارېدېدل. سوداګرو ته هم اسانتیا ده، دوی به د بنادرو ګمرکي طی مراحلو لپاره اوږده موده هلته ولاړ وو او که سوداګریز توکي به د خرابېدو وړ وو لکه تازه مېوې نو زیان به یې هم لیده، چې دغه ستونزې به ورسره حل شي».

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه نازک میر زیارمل بیا له امنیتي پلوه په بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو لګول د پام وړ وبلل او ویې ویل، چې کولی شي دغه سکنرونه د بندر له لارې هېواد ته واردېدونکي توکي په ډېر جدیت وڅېړي او د هغو توکو مخه ونیسي، چې غیر قانوني او زیان رسوونکي وي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې دغه سکنرونه به د ورداتي او صادارتي توکو د څار پروسه چټکه کړي: «په امنیتي برخو کې ډېر کارنده دي او د سوداګرۍ په برخه کې کولی شي دغه پروسه سریع کړي، مثلاً سکنرونه کولی شي د لسو موټرو پر ځای شل موټره پروسس او بازرسي کړي، چې دا یو ښه زیری او پرمختګ دی».

ښاغلي زیارمل هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې له بهره د واردېدونکو دارو، درملو او نورو خوراکي توکو د چک لپاره هم په ټولو بندرونو کې د نفتو او تېلو په شان د لیباټرۍ عصري او پیاوړی سیسټم ولرو.

د افغانستان سوداګریز بندرونه به له دې وړاندې تر ډېره د فساد سرچینې ګڼل کېدې، چې د ځینې اشخاصو او چارواکو د حیف و میل دعوې پکې وې.

برېښنایي سکنرونه معمولاً د موټرو د بار د څار په برخه کې ډېر مهم بلل کېږي، چې د سوداګریزو چارو د چټکتیا تر څنګ ښايي د ځینو ممنوعه او غیر قانوني موادو د قاچاق په مخنیوي کې ګټور ثابت شي.

کارپوهان او عام خلک د دا ډول هڅو هرکلی کوي او په دې باور دي، چې دغسې کړنې د اصلاحاتو او سیسټم جوړولو لپاره ګټورې دي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *