اسلامی

د قرآن کریم د تجوید او تلاوت ادبونه

جلیل القدراصحابي عبدالله بن مسعود د قرآن عظیم الشأن قاري او د لوړ او ښایسته آواز څښتن ؤ چې ډېر ښکلی تلاوت یې کاؤ، حقیقت دادی چې ښه تلاوت په لوستونکي او اوریدونکي ښې اغیزې لري، او سنیو او پخوانیو اسلامي پوهانو د قرآن عظیم الشأن تجوید ته ډېره پاملرنه کړې ده، ترڅو توري له ژبې څخه په ښه توګه ادا‌ء شي، د تجوید علم دې ته وایي چې توري په ښه توګه له خپل مخرج څخه د ټولو صفاتو سره راووځي، دغه هدف ته رسیدل د عملي اجراء او په شفاهي ډول د استاد څخه د زده کړې پرته امکان نه لري، اسلامي علماوو د تجوید څخه پرته د قرآن کریم لوستل لحن بللی دی، چې یو یې جلي او بل یې خفی دی، جلي لحن اعرابي، صرفي غلطي را مینځته کوي چې په فساد منتج کېږي، البته خفی لحن چې د تورو د صفاتو او ډېرو باریکو نیمګړتیاوو سره مل وي په معنا کې فساد نه راولي، په همدې توګه په تجوید کې ډیر افراط او قرآن عظیم الشأن د موسیقي د نغمو په څېر زیر او بم لوستل حرام ګڼل کېږي.

د قرآن کریم تلاوت سنت او ډېر لوستل یې مستحب دی. په دې سره مؤمن مسلمان د روښانه او ژوندي زړه څښتن ګرځي، د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:( لاحــد الا في اثنتین رجل اتاه مالاً فهو ینفقه اناء اللیل وآناء النهار ورجل اتــاء الله القران فهویقوم به اناء اللیل واناء النهار) «رواه مسلم» ژباړه : پسخیدل نشته مګر دوو کسانوته یو هغه شخص چې الله تعالی ده ته مال ورکړې وي، دی یې د شپې او ورځې په شیبو کې په لګښت رسوي، بل هغه څوک چې الله ورته د قرآن پوهه ورپه برخه کړې وي نو د شپې او ورځې په ساعتونوکې یې تلاوت کوي.

له اخلاص سره مل تلاوت عبادت دی، چې الله تعالی به اجر ورپه برخه کوي، د اسلامي امت پخوانیو علماوو به د قرآن کریم په تلاوت ډېر زور اچولو، ځینوبه په شپه او ورځ کې قرآن ختم کاوو او ځینوبه له دې نه په زیاتو ورځوکې پای ته رسولو. عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایي چې ماته پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل په میاشت کې د قرآن عظیم الشأن ختم کوه، ماورته وویل زه له دې نه زیات د قوت څښتن یم، ماته یې وویل چې بیاپه لسوورځو کې ختم کوه، ماورته وویل زه له دې نه زیات ځواکمن یم، راته یې وویل چې په اوو ورځو کې یې ختموه او له دې نه یې مه زیاتوه.

پیغمبرصلی الله علیه وسلم د قرآن د هېرولو څخه د زیاتې ویرې څرګندونه کړې ده هلته چې فرمایي: (تعاهد والقران فوالذی نفس محمد بیــده لهواشد تفلتآ من الابل فی عقلها) «رواه البخاري ومسلم» ژباړه: تاسې د قرآن عظیم الشأن حال اخلئ(تلاوت کوئ یې) زما دې په الله جل جلاله سوګند وي چې دا له ګونډه کړای شوي اوښ نه زیات تښتېدونکی دی. مطلب دادی چې اوښ د تړلو پراساس مهار کېږي په همدې توګه قرآن کریم په تلاوت کولو سره د سړي په سینه کې پاتې کېږي، که نه له سینې څخه وځي، البته د قرآن کریم ختم د اشخاصو په اعتبارسره تفاوت لري، څوک چې یې په تدبراو فکر سره لولي او یا په عملي مصروفیتونو او یا دحکومت، سیاست او دعوت په چاروکې بوخت وي داسې خلک د وخت د لږوالي له کبله زیات تلاوت ته وخت نه پیداکوي، دوی که چېرې لږ هم تلاوت وکړي صحت لري خو ددې برعکس د فرصت خاوندان باید تلاوت ته زیات وخت ورکړي، په دې شرط چې زړه تنګوالی ورته پیدانه شي، البته د ستړیا په صورت کې دې تلاوت بس کړي.

د تلاوت ادبونه:

  • د قران عظیم الشأن لوستونکي ته مستحب او غوره دی چې په اوداسه اوسي، داځکه چې قرآن عظیم الشأن غوره ذکردی اګرکه بې اودسه د قرآن تلاوت له مسحه کولو پرته جواز لري.
  • دا چې په پاک ځای کې واوسي او دقرآن عظمت او جلال په نظر کې وساتي.
  • داچې په ډیرې عاجزۍ او وقارسره په تلاوت لاس پورې کړي.
  • داچې د تلاوت له پیل نه مخکې مسواک ووهي.
  • داچې د تلاوت په پیل کې اعوذ باالله ووایي، ځینې علماء یې واجب بولي.
  • داچې د هرسورت په پیل کې د سورت برائت نه پرته بسم الله ووایي.
  • داچې قرائت یې باید په ترتیل او تجوید سره وي.
  • داچې په تلاوت کې تدبراو فکر وکړي.
  • داچې د قرآن عظیم الشأن د وعد او وعید«دثواب اوعذاب» له ایاتونو څخه اغیزمن شي، د عذاب په ایاتونوکې زړه غونی شي او دثواب په ایاتونو کې د الله جل جلاله رحمت ته هیله من اوسي.
  • داچې په ډیر ښایسته آوازسره خپل تلاوت ته ادامه ورکړي، داځکه چې ښایسته آواز په زړونو اغیزه پرې باسي.
  • داچې د جهرپرمهال په جهرسره تلاوت وکړي په دې شرط چې بل چاته یې زیان ونه رسېږي.
  • د قرآن کریم له مخې نه د تلاوت په هکله درې ډوله نظریات دي:

الف: د قرآن کریم تلاوت له مصحف څخه غوره ده، داځکه چې کتل ورته هم عبادت ګڼل کېږي.

ب: ځینې نور بیا له مصحف نه پرته تلاوت غوره بولي.

ج: دا دحالاتو په اعتبار جلا جلا حیثیت غوره کوي که چېرې لوستونکی حافظ وي تدبراو فکریې له مصحف نه پرته ترسره کېده نو بیا له مصحف نه پرته غوره ده او که چېرې دواړه حالته سره برابر ؤ بیا له مصحف څخه تلاوت غوره عمل دی.

ماخذ:

قرآن پوهنه؛ کتاب – ۱۳۹۳ هجري لمریز کال.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *