د بغلان په فرنګ کې یوه لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
د بغلان په فرنګ ولسوالۍ کې د ملي سوداګر امین الله رامین په مالي ملاتړ د عمر رامین لومړني ښوونځي لپاره د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بغلان په فرنګ ولسوالۍ کې د ملي سوداګر امین الله رامین په مالي ملاتړ د عمر رامین لومړني ښوونځي لپاره د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بغلان د پوهنې رییس مولوي محمد نور عزیزي د پوهنې وزارت په استازيتوب د ملي سوداګر امين الله رامين دا هڅه وستایله او په نورو سوداګرو یې غږ وکړ چي د پوهنې پرمختک او ښوونيزو ودانيو آبادۍ په برخه کې د امين الله رامين په شان ګام واخلي او مرسته وکړي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي اسدالله مصطفي هاشمي وویل، چې د رامین په څېر ټول سوداګر مسؤلیت لري، څو د پوهنې په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي او د هغو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي چې اوس تر شنه آسمان لاندې ماشومان پکې زده کړې کوي.
هاشمي وویل:( د منلو ځای دی چې نن ورځ زموږ ملي سوداګر پرته له دې چې زورواکو ته پيسې ورکړي او اجازه ترې واخلي د امن په فضا کې د پوهنې او هېواد آبادۍ په برخه کې خدمت کوي).
په ورته وخت کې د بغلان پوهنې رياست د تضمين کيفيت آمر مولوي عبدالرقيب حقاني وویل، چې دا ښوونځی د ۵۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري، چې د لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.