اجتماعی

څنګه نباتات او شنې ګیاوې د هوا ککړتیا کموي؟

دشنو ګیاوو او نباتات ونډه د هوا په پاکوالي کې

دشنو ګیاوو او نباتات ونډه د هوا په پاکوالي کې

څنګه نباتات او شنې ګیاوې د ککړې هوا په کمولو کې مرسته کوي، وڼې او شنې ګیاوې دي اکساید کاربن چې په هوا کې شتون لري ځان ته جذبوي او بېرته خورا زیاد اکسیجن آزاد وي او همدا رنګه د هوا ککړتیا په کمولو کې مرسته کوي. په دې مقاله کې د همدې موضوع به شرح او توضیح باندې بحث شوئ او همدا راز کورني شنې ګیاوې چې په کورنو کې دي د ککړې هوا په تصفیه کې مؤثره ونډه لري.

د هوا په ککړتیا د شنو ګیاوو تاثیر

په هوا کې معلق ذرات، ګرد او غبا د وڼو د پاڼو په واسطه جذبېږي او له دې سره د ککړې هوا په کمولو کې مرسته کوي. همدا رنګه د باران ورېدو سره دغه ذرات د وڼو له پاڼو مینځل کېږي او دا امر د هوا په کیفیت باندې خورا غوره اغېزه لري. د هوا دي اکساید کاربن د ګیاوو په واسطه جذب او په اکسیجن باندې تبدیلوي. همدا راز په طبیعي توګه د هوا اضافي کاربن جذب او د هوا په پاکوالي کې مرسته کوي.

د ونو پاڼې د فوتوسنتیسس، نورو کیمیاوي موادو لکه په هوا کې تولید شوی او د امونیم اکسیډز او د سلفور ډای اکسایډ او د ګازو اغیز چې د هوا ککړتیا او د ستونزو یوه برخه تولیدوي، له چاپېریال نه اخراجه وي.

په کال کې یوه وڼه په متوسطه توګه دوه کیلو ګرامه اکسیجن تولیدوي چې د پڼډو او غوټو ونو د اکسیجن آزادولو میزان په یو هکتار کې ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کیلو ګرامه رسېږي، او کولئ شي د ۱۰ کسانو اړتیاوې پوره کړي. همدا راز د یو کال په اوږدو کې ونې، د ایپوتوتانسشن کولو عمل په ترسره کولو سره د ۲۵۰ – ۴۰۰ لیترو په اندازه اوبه د بخار په ډول له ځانه متصاعد کوي. او دا کچه په بېلابېلو ګیاوو او نباتاتو کې توپیر لري. تر څو د وڼو پاڼې د هوا نمي ته وده ورکړي. وڼې د ساحې د تودوخې په ټاکلو کې هم رول لري، تر دې چې د یوې ساحې هوا وڼې کېدی شي. او دا وڼې تر ۱۱ درجې سانتي ګریډ پورې د هوا په سړیدو کې نقش لري.

که څه هم نن بشر مختلفو ټکنالوژیو ته لاس رسئ لري، مګر داسې بریښي چې د وڼو پاڼې او ګیاوې د چاپیریال د هوا په ښه توب یا کیفیت کې غوره وسیله وي. په دې ژونديو مخلوقاتو کې دا توانایي شته چې ګازات او زهرجن ذرات له هوا نه بیرون کړي. د انرژي مصرف کموي، د ځمکې د اتموسفیر د حرارت درجه کموي او ټولنې سره مرسته کوي ترڅو ممکنه ژوند وکړي.

لکه څنګه چې وویل شول ګیاوې کولی شي د هوا ککړتیا سره مقابله وکړي، په ناسا کې هم څیړنو دا ښودلې ده چې ګیاوې کولی شي د هوا ککړتیا جذب کړي.

د هوا ککړتیا په راتلونکي پیړۍ کې له پنځو لویو ګواښونو څخه شمېرل کېږي. موږ څنګه د دې ککړتیا مقابله کولی شو؟

کېدای شي ستاسو ذهن کې د لوړې ټکنالوژۍ ماشینونه انځور شي، مګر د دې پوښتنې ځواب ممکن کورني ګیاوې وي چې ټيټه ټکنالوژي شمېرل کېږي.

بیل ولورتون د چاپیریال ساینس پوه او د «د تازه هوا زیاتیدو څرنګوالي» کتاب لیکوال دي، هغه وایي: کورني ګیاوې کولی شي د کور د ننه هوا ته وده ورکړي او د کور یا دفتر د ننه هوا پاکه کړي.

ولورتون نږدې ۲۰ کاله په ناسا کې پدې برخه کې کار کړئ چې انسان څنګه په مریخ کې ژوند وکړي. د دې مخکیني څېړنو له طریقه هغه وایي چې د ککړې او خطرناکه هوا فیلټر کولو لپاره تر ټولو غوره او موثره څیز ګیاوې دي.

هغه زیاته کړه ، موږ دې پایلې ته ورسېدو چې واقعاً ګیاوې او نباتات کیمیاوي توکي له هوا نه جذبوي. له ډېرو مطالعو وروسته موږ وتوانېدو چې پوه شو څنګه ګیاوې کولی شي د خونې د ننه هوا پاکه کړي.

ګیاوې او نباتات د خونې هوا په دوه طریقو پاکوي. هغوي د هوا ککړتیا د پاڼو په واسطه جذبوي او وروسته زهر یې خپلو ریښو ته انتقالوي . زهر د ګیاوو لپاره د هغوی په خوراکي توکو تبدیلېږي. همدا راز ګیاوې د اوبو بخار بیرون ته خپروي او پمپ ماننده عمل ځانته اختیار وي چې ککړه هوا د رېښو شاوخوا نه جذب او هلته یې ځان ته په خورا کې توکو تبدلیوي.

هغه ده هم وایي څومره چې ګیاوې تاسو ته نېږدې وي بهتره ده. حتی په لویو خونو کې یوه ګیاه ستاسو شخصي تنفس لپاره، هغه هوا چې تاسو تنفس کوئ تصفیه او پاکه کوي.

ډیری معمولي ګیاوې کولئ شي د خونې هوا پاکه کړي. غوټې یا لوې ګیاوې لکه بامبو، لاستیک او داسې نورې ګیاوې چې په لویو آپارتمانونو کې د هوا د تصفیه کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي. همدا راز طلایي پوتوس، سرخس بوستون او … وړې ګیاوې د هوا تصفیه کېدو لپاره دي. حتی په بیروني فضا کې هم دغه ګیاوې کولی شي پاکه هوا رامنځته کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *