اجتماعی

ليکوالو ته دې اسانتياوې برابرې شي

په دوو لسييزو کې داسې د کتابونو چاپولو خصوصی مطبعې منځته راغلي دي،چې د ګاونډيو هېوادونو لکه ايران او پاکستان مطابعو سره سيالي کولی شي؛خو دکاغذ د بيې دلوړوالي له امله کتابونه په لوړه بيه چاپوي.دغه بهير ته په کتوسره بايد ليکوالوته دې اسانتياوې برابرې شي.په ايران او پاکستان کې کاغذ توليدېږي،نوځکه کتابونه په ارزانه بيه چاپ او بازارته وړاندې کېږي.اوس هم موږ خپل درسي کتابونه ترډېره بريده له هېواده بهرچاپوو او په دې کارسره له هېواده ډېراسعار وځي.

نوری

په دوو لسييزو کې داسې د کتابونو چاپولو خصوصی مطبعې منځته راغلي دي،چې د ګاونډيو هېوادونو لکه ايران او پاکستان مطابعو سره سيالي کولی شي؛خو دکاغذ د بيې دلوړوالي له امله کتابونه په لوړه بيه چاپوي.دغه بهير ته په کتوسره بايد ليکوالوته دې اسانتياوې برابرې شي.په ايران او پاکستان کې کاغذ توليدېږي،نوځکه کتابونه په ارزانه بيه چاپ او بازارته وړاندې کېږي.اوس هم موږ خپل درسي کتابونه ترډېره بريده له هېواده بهرچاپوو او په دې کارسره له هېواده ډېراسعار وځي.داسلامي امارت

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا د ناشرانو کميټې له مشري سره خبرې کړي او ويلي يې دي،چې د کتابونو د چاپ لپاره له کورنيو مطابعو ګټه پورته کوو.همداسې د ناشرانودکمېټې مشرهم د خپلو پروګرامونو په تړاو د پوهنې وزارت سرپرست ته معلومات وړاندې کړل.د پوهنې وزارت ويلي،چې دکتابونو د چاپ برخه کې دې ډېره پاملرنه وشي،چې هغوکتابونو څخه ،چې د ځوانانو ذهنيت ته تاوان پېښوي ډډه وشي .د کتاب ارزښت په بېلابېلو شرايطوکې توپيرلري.کېدای شي يو محصل د دوکتوراد سندد ترلاسه کولو لپاره د کتاب په ليکلو لاس پورې کړي او  لوړ پوړ ته د منل کېدو چانس يې ډېرشي ياداچې دموضوع اړوند له۵ تر۲۰ نمروپورې خپلې کړي.ياداچې يوکس د مينې اوعلاقې له مخې د عايد د ترلاس کولو لپاره په دغه کارلاس پورې کړي.سره له دغه کارپه هرمقام کې چې اوسو د کتاب چاپ زموږ د اعتبارسبب ګرځي،چې راته بېلابېلې ګټې ورسوي.ياداچې موږ د چاپ لپاره کتاب په واک کې ونه لرو؛خو د نورو ليکوالو د اثارو له ژباړلو سره لېوالتيا ولرو،چې په داسې يوه حالت کې د کتاب د چاپ پړاو وهلو اړتيا ليدل کېږي.اوس،چې د کتاب له ګټوسره آشناشو،ښه به داوي،چې د کتاب چاپولوبهير ګام په ګام بريالی ترسره کړو.کېدای شي د دغه پړاو وهل د يوه ليکوال لپاره پېچلی اوګونګ وي؛خوهغه موسسې،چې په دې برخه کې فعاليت لري او هره ورځ کتابونه چاپ ته چمتو کوي ستونزې يې ډېرې دي.مخکې د کتاب له ليکولو خپل مخاطبين اوخپله موخه بايد له کتاب ليکولوجوته کړو.کله،چې د کتاب په ليکلولاس پورې کوو اړينه ده،چې د ورد په فايل کې کارپيل کړو.خو پوهانو سپارښتنه کړې چې په يو فايل کې د کتاب ټولې برخې ونه ليکل شي؛بلکې په بېلابېلو برخو کې وليکل شي.په داسې يوه حالت کې د کتاب په موضوع او کلياتو برلاس کېدای شو.د کتاب د متن ليکلو پرمها ل کومې نيمګړتياوې چې ترسره کېږي هغوته پاملرنه په کارنه ده؛ځکه داکارډېروخت نيسي.د کتاب له ليکلو وروسته يوه پوه او تجربه لرونکي ويراستار اومصحح ته دې وسپارل شي،چې نيمګړتياوې او غلطۍ يې اصلاح کړي.کله،چې د کتاب ليکل بشپړ شو د پاڼو ښکلې کول بايد ترسره شي. د کتاب پاڼو ښکلې کول د ښه لوستلو لپاره مرسته کولی شي.د پاڼو ښکلې کول يا د موضوع متني او انځوريزترکيب بندي او نور موجود عناصر د کتاب د پاڼو په ښکلولو کې،چې ښه ولوستل شي مهم رول لري.په داسې يوه حالت کې د کتاب پوښ تيارېږي.د کتاب ډېره مهمه برخه همدغه د کتاب پوښ دی،چې د مخاطب د جذب او د ورپېژندلو سبب کېږي؛نو له دې امله د کتاب په طراحي کې ډېر دقت او پاملرنه وشي.د کتاب طراحي د کتاب مخ او شا،چې ورته پاملرنه واړول شي جوړېږي.د کتاب پرټوک طرحه د کتاب له موضوع سره بايد سمون ولري.ليکوالو ته بايد اسانتياوې برابرې شي،چې دوی وتوانېږي ښه کتابونه وليکي چې دټولنې د کلتور اوپوهې دلوړولو لامل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *