افغانستان

د ۱۴۰۳ مالي کال د ملي عوایدو لومړنۍ استماعیه ناسته تر سره شوه!

د ماليې وزارت له لوري د رڼو ملي عوایدو راټولولو، د عوایدي سرچینو د ښه مدیریت او په را روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کي د ادارو لپاره د عوایدي هدف ټاکلو په موخه، د ملي عوایدو لومړنۍ استماعیه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کي، چي د مالیې وزارت د اړوندو ریاستونو یو شمېر رئیسانو، د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو او لوړو زده کړو وزارتونو استازو ګډون کړی وو، په پیل کي د یادو وزارتونو د استازو له لوري د روان مالي کال لپاره د عوایدي هدف د وضعیت په تړاو معلومات وړاندي شول او ورپسې په را روان (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کي پر فرصتونو، عایداتي سرچینو او د عوایدي هدف پر څرنګوالی بحث وشو او د غوره عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د یادو بودیجوي واحدونو له استازو سره اړیني سپارښتني شریکي شوې.
د یادوني وړ ده، چي د ملي عوایدو استماعيه ناستي به د پاته نورو بودیجوي واحدونو له استازو سره د رواني اونۍ د پنجشنبې تر ورځي پوري دوام ولري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *