افغانستان

د زلزله‌ځپلو لپاره د 500  نور کورونه جوړیږی

  د هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګی کميسیون مسوولين د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وايي چې د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو او ویشلو په بهير دا ځل تر 500 زيات کورونه زلزله ځپلو ته په نایب رفیع کلی وسپارل شو.

د هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګی کميسیون مسوولين د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وايي چې د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو او ویشلو په بهير دا ځل تر 500 زيات کورونه زلزله ځپلو ته په نایب رفیع کلی وسپارل شو.

په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د هرات د زلزله ځپلو د کميسون وياند مولوي احمدالله متقي وايي چې دغه کورونه په اساسي ډول او د دغه کميسيون تر څارنې لاندې د بغلان ولايت د با عزته خلک له خوا جوړ شوى دى.

متقی زیاتوي چې د دغه کورونو ترڅنګ معیاري تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې هم په پام کې نیول شوې ده.

د هرات د زلزله ځپلو د کميسیون وياند زياتوي چې د زلزله

ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو کار روان دى او اوس نږدې څلور زره کورونه جوړيږي او هره اونۍ د زلزله ځپلو لپاره کورونه سپارل کیږي.

بل خوا د بغلان اوسېدونکی او د کورونو د جوړولو مسوول مولوي شمس الدین وايي، چې دوی د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته راغلي، خو کله چې یې سیمې ته مراجعه وکړه، خلک یې سرپناه او کورونو ته اړتیا لرله او دوی تصمیم ونیول چې دوی ته کورونه جوړوي.

مولوي شمس الدين وايي، چې د دغو ٥٠ کورونو او دوو جوماتونو په جوړولو کې په مجموع ٤١ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *