افغانستان

د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

پرون سه شنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام کې د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه.

پرون سه شنبه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام کې د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه.

غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه، د نشراتو معین مهاجر فراهي، د رسنیو د څار رئيس ډاکتر عبدالواحد ریان، د ګڼ شمېر رسنیو نهادونو استازو او د کمېسیون غړو ګډون درلود.

لومړی د کمېسیون ټولو غړو د رسنیو پر روان فعالیت او د رسنیو د تخطیو په اړه مفصلې خبري وکړی

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په خپلو   خبرو کې وویل: د رسنیو لپاره مو بېلابېل سهولتونه برابر کړي دي، د دوی ستونزو ته مو تر یوې کچې رسېدګي کړې ده، هغه زیاته کړه رسنۍ مکلفي دي چې د هيواد ملي منافع او اسلامي ارزښتونو ته په کتو خپل فعالیت ته دوام ورکړي

تیموری-اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *