اسلامی

د ښــو اخــلاقــو فضیلتـونـه

د اسلام ښوونې او نصیحتونه د ژوندانه په مختلفو برخو پورې اړیکې لري، یو له دغو برخو څخه چې د ارزښت او لوړې درجې لرونکي ده اخلاق دي، د اخلاقو ارزښت او غوره والی په ګڼو د لیلونو سره ثابت شوی دی.

شاه محمود درویش

د اسلام ښوونې او نصیحتونه د ژوندانه په مختلفو برخو پورې اړیکې لري، یو له دغو برخو څخه چې د ارزښت او لوړې درجې لرونکي ده اخلاق دي، د اخلاقو ارزښت او غوره والی په ګڼو د لیلونو سره ثابت شوی دی.

ددغو دلیلونو له ډلې څخه کولای شو لاندې موارد په نظر کې ونیسو:

  1. 1. یو له هغه موخو څخه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په رسالت کې مقصود وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په وجه په پیغمبرۍ را ولیږل شو د مکارمو اخلاقو پیاوړتیا او کمال ته رسیدنه وه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپله فرمایلي دی:

 

یعنې زه په دې خاطر په پیغمبرۍ را لیږل شوی یم څو د اخلاقو ارزښتونه بشپړ کړم(کمال ته یې ورسوم)

( السنن الکبری للامام البیهقی حدیث : ۲۱۳۰۱)

  1. 2. دینداري د نیکو اخلاقو په درلودنې سره مترادفه او په اخلاقي ښایسته خویونو باندې سنباله را پیژندل شوې ده، لکه څنګه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه: دینداري څه ده؟ هغه وفرمایل: ( حسن الخلق) یعنې د ښو اخلاقو درلودنه.
  2. 3. هغه تله او معیار چې د هغه په واسطه بشپړ او رښتینی ایمان د ضعیف ایمان څخه جلا کوي.

هغه ښه اخلاق دي، ځکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه : د مومنانو له ډلې څخه کوم یو د غوره ایمان خاوند دی؟ ده وفرمایل :یعنې هرهغه څوک چې د غوره اخلاقو څښتن وي.

(سنن الدارمی حدیث: ۲۷۸۹ )

الله جل جلاله د قرآن په څو ځایونو کې خپل پیغمبر د ښو اخلاقو د درلودنې په خاطر د ستاینې مورد ګرځولی دی، او دا پردې دلیل دی چې ښه اخلاق لویه درجه او عالي ارزښت لري .

سره له دې چې الله جل جلاله د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ښو او لویو اخلاقو ګواهی ورکړې ده، خو سره له دې بیاهم نبي کریم صلی الله علیه وسلم د الله نه په خپله دعا کې غوښتل چې اخلاق یې غوره او ښایسته کړي، لکه چې فرمایلي یې دي:  یعنې الهي لکه څنګه دې چې زما پیدایښت ښایسته کړی دی اخلاق مې هم ښایسته وګرځوه.

( مسند آبی داود الطبالسي لسلیمان بن داود بن الجارود ، حدیث : ۳۷۲ )

 

  1. 4. ترټولو غوره ډالۍ او الهي ورکړه بندګانو ته داده چې له ښو اخلاقو څخه برخمن وي، روایت شوی چې څو کسه بانډه چیان د نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضورته را غلل او پوښتنه یې وکړه د الله تر ټولو غوره ډالۍ بنده ته څه ده؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( حسن الاخلاق). یعنې ښه اخلاق.

که هغه نکتو ته چې په تیرو روایتونو کې راغلي دي وګورو درک به کړو چې یو ښه مومن اومسلمان هغه دی چې دښو اخلاقو څخه برخمن وي او له بدو او ناوړه اخلاقو څخه ځان ژغوري.

د ښو اخلاقو پایلې:

کوم غوره والی او مرتبه چې ښو اخلاقو ته ورکړی شوې او ثابته شوې ده، د هغو نتیجو پایلو په دلیل سره ده کومې چې په هغو مرتب دي.  د ښو اخلاقو پایلې او میوې هم په دې دنیا کې څرګندې دي او هم په آخرت کې او دانسان د خلاصون او نیکمرغۍ لامل کیږي.

1- د ښو اخلاقو دنیوي پایلې او میوې:

څوک چې په ښایسته او لوړو اخلاقو ښکلی شوی وي، ډیر ژر زړونو ته لار مومي او محبوبیت یې د نورو په وړاندې زیاتیږي، د ښو اخلاقو انسان همیشه د نورو په نظر کې ښه او ښکلی معلومیږي او خلک مینه ورسره کوي.

کله چې ښه اخلاق د ټولنې د وګړو ترمنځ خوریږي، اعتماد هم ورپسې دود کیږي او خلک یو بل ته په ښه نظر ګوري او یو په بل ښه ګمان او نیک نظر او یو د بل په وړاندې د احترام او محبت چلند لري، دهغې ټولنې لاره د ترقۍ او پرمختګ په لورې پرانیستل کیږي، خپله خپلواکۍ او عزت ساتي او خپل قوت او پیاوړتیا په ثبوت رسوي ځکه د وګړو ترمنځ یې باور، همغږي او همکاري شتون لري، نو لیدل کیږي چې د ښو اخلاقو پایلې په دې دنیا کې هم فرد ته متوجه کیږي او هم ټولنې ته او ټول ورڅخه ګټه اخلي.

2- د ښو اخلاقو اخروي پایلې او میوې:

د اسلام د سپیڅلي دین له مخې د ښو اخلاقو پایلې او میوې یوازې د نیوي نه دی، بلکې څښتنان یې په آخرت کې هم له پایلو څخه برخمن کیږي، په دې هکله د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارښوونو څو بیلګوته اشاره کوو:

1- حضرت انس رضي الله عنه روایت کړی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (پرته له شک بنده په خپلو ښو اخلاقو سره د آخرت لوړو درجاتو او غوره منازلو ته رسیږي، هر څومره چې په عبادت کې ضعیف هم وي، او د ناوړه اخلاقو په واسطه د دوزخ تر ټولو ټیټو درجوته ورلویږي).

2-         حضرت عائشې رضي الله عنها ویلي دي چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل فرمایل یې:

مومن انسان د ښو اخلاقو په درلودلو سره دهغه چا درجه لاس ته راوړي چې شپې یې په عبادت او ورځې یې په روژه تیریږي)حدیث: ۷۶۳۴ )

3- همدارنګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی: د مومن انسان د اعمالو په تله کې د قیامت په ورځ د ښو اخلاقو څخه درانه بل څه نشته. –

( سنن آبي داود، حدیث: ۴۸۰۱)

4- ښه اخلاق د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وړاندې د محبوبیت او ده ته د نږدیوالي لامل کیږي.

ده جناب فرمایلي دي:

د تاسو څخه تر ټولو ماته محبوب او د قیامت په ورځ زما مجلس ته تر ټولو نږدې هغه کسان دي چې ښه اخلاق ولري.

( شعب الایمان للبیهقي ، حدیث: ۷۶۱۹)

که چیرې څوک په دنیوي ژوند کې کامیابي او نیکمرغي غواړي نو باید ښه اخلاق خپل کړي او په هغه ټینګ ولاړ واوسي، او که چیرې د آخرت د کامیابۍ او برلاسۍ هیله‌مند وي هم باید په ښو اخلاقو سمبال و اوسي او که دواړه کامیابۍ یو ځای غواړي هم باید د ښو اخلاقو څښتن وي.

ماخذونه اوسرچینې:

– د جمعې خطبې کتاب لومړی ټوک – کابل ۱۳۹۸ هجري لمریز کال.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *