جهان
غزه کې تر ۱۲۰ زره ډېرو کسانو خپل استوګنځي پریښي
د غزې تړانګې او اسرایلو ترمنځ پولې ته نږدې سیمو کې جګړه لا هم روانه ده، چې د اسرایلي پوځ له هوايي بریدونو د غزې عام اوسېدونکي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
د غزې تړانګې او اسرایلو ترمنځ پولې ته نږدې سیمو کې جګړه لا هم روانه ده، چې د اسرایلي پوځ له هوايي بریدونو د غزې عام اوسېدونکي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو په اساس ملکیان خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او دغه راز د ټپیانو د درملنې لپاره مرکزونو او امبولانسونو ته اړتیا لري، خو د اسرایلو له لوري روانو بمباریو هر څه له ستونزو سره مخ کړي او ملکي وګړي نه شي کولی، یادو امکاناتو ته لاسرسی ولري.
د حماس ډلې د بریدونو تر شروع لږ وروسته اسرایلي لومړي وزیر د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې پر حماس له هوایي بریدونو څخه په امن کې د پاتې کېدو په موخه دې خپل کورونه پرېږدي او نورو ځایونو ته دې ولاړ شي.
غزه کې وروستي ارقام ښيي، چې تر ۱۲۰ زره ډېرو کسانو خپل کورونه پریښي او له سختو ستونزو سره مخ دي.