افغانستان

د کابل- کندهار پرلویه لاره دوه پلونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هېواد د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د یاد وزارت له لوري د کابل- کندهار پرلویه لاره ۲ پلونه جوړاو ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي.

د هېواد د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د یاد وزارت له لوري د کابل- کندهار پرلویه لاره ۲ پلونه جوړاو ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي.
د هېواد د ټولګټو چارو سرپرست وزیر مولوي محمد عیسی ثاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د کابل- کندهار د کلات او شهر صفا ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لارې د یاد وزارت له لوري د سنګر مانده او غشي رباط ۲ لوی پلونه د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
په ورته وخت کې د زابل د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو پلونو د معیاري کولو ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې روان کال د هېواد د ټولګټو چارو وزارت له لوري ۱۲ بېلابېلې پروژې ورکړل شوې وې چې له دې جملې څخه یوازې د ۷ لویو پلونو چارې بشپړې شوې او پر نورو یې کار روان دی.
نوموړی زیاتوي چې د دوی د ادارې ودانۍ رغنیزې چارې هم ۳۰ سلنه بشپړې شوي او پرپاتې نورې یې په چټکۍ سره کار روان دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه پلونه په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې د زابل په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لویې لارې کار هم په چټکۍ سره روان دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *