افغانستان

ترکیې ته له هرات څخه ۶۷۹ ټنه د حیواناتو څرمنې صادرې شوي دي

  د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسؤلینو د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې په ١٤٠٢ لمریز  کال کې يې  ٣٥٦٨٥ دانې د غواګانو څرمنې ترکيې او لس زره متر مربع غالۍ، دوبۍ ته صادرې کړې دي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ امر مولوي محمد عمر قاصد وايي، چې له ترکیې څخه هرات ته نږدې ۷۷۷۵ ټنه کنجاړه  وارده شوې ده.

نوموړي دغه راز وويل،  چې په تېرو درېيو مياشتو کې د دوى د څارنې ټیم له خوا له ښار

څخه يو ټن تقلبي شات، ٣٨٧٠ لېټره ضد عفوني مواد او ١٣٧ کيلو د خرابو شویو چرګانو غوښه راټوله او د ځانګړي هیئت په شتون کې وسوځول شوه.

مولوي قاصد زياته کړه، دوى هڅه کوي چې په هرات ولايت کې د کروندګرو پر وړاندې پرتې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *