سیاسی

د عدم تشدد فلسفه  

لیکنه: محمدعلي عظمت

انګرېزان د سوداګرۍ په چل ول او پلمه د هند نیمې وچې ته راغلل، د هندوستان د وخت لومړي وزیر هم په انګریزي سوداګریزه کمپنۍ کې دنده واخیستله، ولې د هندوستان علماؤ، طالبانو، عامو وګړیو او په ځانګړي ډول ازادي غوښتونکو مبارزه پیل کړه، د ۱۸۵۷ز د هندیانو مقاومت له هیچا نه دی هېر، د هندوستان د ټولو وګړیو هغه مقاومت یاد دی.

انګرېزانو چې د مقاومت زور نه درلوده، د جهاد د فلسفې د له منځه وړلو له پاره یې میرزا غلام احمد قادیاني چې په۱۸۳۹ م کال پیدا شوی و غوره کړ، نوموړي ښه غوره فرصت ترلاسه کړ او د جهاد فرضیت یې لغو کړ، په داسې حال کې چې د هندوستان په مسلمانانو باندې له دوو خواوو جهاد او مبارزه فرض وه؛

۱ ـ د جهاد د فرضیت له خوا ځکه د یرغلګر په مقابل کې د اسلام مبارک دین دجهاد امر کوي.                                  ۲ ـ له انګرېزانو د خپلواکي اخیستلو له پاره مبارزه.

انګرېزان له یادې فلسفې (د جهاد له فریضې) سخت وېرېدل، ځکه د جهاد پر وړاندې هیڅ کافر نه شي درېدلی، که چا ټينګار هم کړی وي، هغوی هم ایل شوي او له مقاومت او مبارزې یې لاس اخیستی.

د میرزا غلام احمد قادیاني له فلسفې (د جهاد له لغو کولو) مخکې افغانانو په تش لاس دوه ځله انګرېزان له خپل ټاتوبي ځغلولي وو، په دوهمه افغان ـ انګلیس غزا کې خو آن (۴۰۰)تنو خویندو هم ګډون کړی و، چې له هغوی څخه نږدې اتیا خویندې شهیدې شوې، د هغوی له جملې څخه د مشهور قوماندان میر مسجدي خان خور هم وه.

د اسلام سپېڅلی دین هیڅکله په تشدد او تاوتریخوالي امر نه کوي، بلکې په مسامحت او تېرېدنه امر کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: په مخ باندې به څوک نه وهئ، له دې به ځان ساتئ،   (بخاري: ۲۵۶۰ او مسلم: ۲۶۱۲) ژباړه: کله چې له تاسو څخه کوم کس له خپل ورور سره جنګ (شخړه) کوي، له (مخ) وهلو دې ځان وساتي.

د مسلمان ورور په مخ وهل خو پرېږده، اسلام امر کوي چې حیوان به هم په تېره چاړه ذبح کوي او کافر دښمن به هم په صحیح ډول وژنې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:  ژباړه! (کله چې وژل کوئ نو په ښه توګه یې کوئ. اوکله چې څه ذبح کوئ نو په غوره طریقه یې ذبح کوئ) .     (نسائي: ۴۹۰۵).

اسلام د سولې او روغې جوړې دین دی، مسلمانانو به چې پخوا په کوم ځای برید کولو، ناڅاپي به یې نه کاوه، خپل شرطونه به یې ورته وړاندې کول:                             ۱ ـ اسلام ومنئ، تاسو به هم خوندي یاستئ.                   ۲ ـ جزیه قبوله کړئ، اسلامي حکومت به ستاسو امنیت ساتي.                            ۳ ـ که دا دوې[۲]  غوښتنې نه منئ، بیا جنګ ته تیار شئ!

مسلمانانو به هغه مهال په دوی یرغل کاوه، چې دوی به لومړني دوه شرطونه مات کړل او هغه به یې و نه منل. ولې بیا به هم مسلمانانو جنګي اصول مراعاتول او یا به مسلمانو هغه مهال حمله کوله چې کافرانو به د مسلمانانو په خاوره یرغل وکړ، لکه انګرېز درې وارې په افغانستان تجاوز وکړ. هغوی د عدم تشدد په فلسفه له هېواده و نه وتل، هغوی چې افغانستان پریښی، د جنګ په زور یې خوشې کړی، د عدم تشدد په فلسفه یې نه دی خوشې کړی، هلته د میرزا غلام احمد قادیاني  فلسفې کار نه دی ورکړی.

مونږ مسلمانانو افغانانو په هیچا (هېواد/سیمه) تجاوز نه دی کړی، که سلطان محمود غزنوي، هند ته تللی او د سومنات بُت یې راوړی، د مظلومانو د خلاصون له پاره تللی. هلته په انسانانو ظلم کېده، د عدم تشدد فلسفه میرزا نه وه ایجاد کړې. که سلطان شهاب الدین غوري هندوستان ته د جهاد له پاره تللو د اسلام د نشر او خپراوي له پاره تللو او انسانان یې د انسانانو له مرییتوبه ژغورل. هغه وخت د منډيلا د عدم تشدد  فلسفې کار نه ورکولو او نه هغه دا فلسفه ایجاد کړې وه.

هو! احمدشاه بابا رحمه الله هندوستان ته د حضرت شاه ولي الله رحمه الله په غوښتنه لاړ، د هندوستان مظلوم او بېوزله وګړي یې د مرهټيانو له ظلمه وژغورل، دا هغه وخت وشول چې د عدم تشدد د فلسفې بیرغچیانو د دې فلسفې شعار نه و پورته کړی.

افغانانو د شلمې پېړۍ په وروستیو کې شوروي اتحاد نسکور کړ، د هغوي شعار چې( تاریخ نه تکراریږي)، هغه یې ورغلط کړ، خو د تورې په زور د شپاړس لکه شهیدانو په وینو یې هغوی له هېواده وځغلول، د عدم تشدد فلسفې هلته کار و نه کړ، د دې فلسفې بیرغچیانو سور انقلاب زمونږ ګاونډ ته وربللو، ولې افغانانو شوروي مات کړ.ورپسې  ۲۱مې پېړۍ په سر کې صلیبیانو یرغل وکړ، شل کاله یې ښکیلاک اوږد کړ خو افغانانو د ۲۰۰۱ز د اکتوبر له ۷مې تر د ۲۰۲۱ز د اګسټ تر۱۵مې پورې پر هغو صلیبیانو تندریز بریدونه وکړل، د عدم تشدد فلسفې فیلسوفانو تر ډېره دا فلسفه وغږوله، چې د صلیبیانو خلاف جهاد یې په دې ناولې قادیاني فلسفه غلی کولو؛ ولې افغان مسلمانانو د وسله والې مبارزې لاره غوره کړه چې اخر هم ښکیلاکګر ټيتې سترګې له هېواده ووتل. د عدم تشدد فلسفې سرلاري ناکام شول، ځکه چې چېرته ډب، هلته ادب!

الهي فیصله ده چې چا تېری درباندې وکړ، هماغسې تېری به پرې کوئ، زیاتی به نه کوئ، ولې د اسلام په دین کې داسې ډېر موارد شته چې له صبر او زغم نه به کار اخلې، تشدد به نه کوې. خو په عدم تشدد فلسفه پرېکړې نه کیږي، افغانانو شوروي اتحاد هم مات کړ، د صلیبیانو لوی لښکر یې هم وځغلولو، اما د عدم تشدد فلسفې یارانو هیڅ هم نه دي کړي، هغو په خپل هېواد کې له یوه ایالته بل ایالت ته په لیکلي کاغذ باندې درومي‼

د یادې فلسفې اساس انګرېزانو د قادیاني په لاس کېښود، څو جهاد محو کړي، سره مخي انګرېزان په هندقاره کې د ډېر وخت او یا د تل له پاره پاتې شي، خو مسلمانان دا قادیاني فلسفه نه مني؛ ځکه له ښکیلاکه په توره خلاصېږې، په عدم تشدد فلسفه نه خلاصیږي، صلیبیانو په افغانستان کې شپني عملیات کول، چاپې یې اچولې او نور ډېر ظلمونه یې ترسره کول. د عدم تشدد فلسفې هلته کار نه ورکولو، یوازې دا کار یې ورکولو چې دوی په هغو ټولو باندې راضي او خوښ وو. د شپنیو عملیاتو، چاپو او نورو نارواوو له پاره نه رامیدان ته کېدل‼! ځکه د دوی عقیده په عدم تشدد فلسفې بناء وه.

عدم تشدد فلسفه د انګرېزانو له ګېدې راوتلې ده، خو په غزه او نورو سیمو کې یې نه پېژني، هلته فلسطیني نارینه او ښځينه شهیدانیږي، هلته واړه ماشومان په شهادت رسیږي، طبي سهولتونه ترې اخیستل شوي دي او لوږه تنده … ولې هماغه انګریزان د عدم تشدد فلسفه نه غږوي، بلکې امریکا، انګلستان، فرانسه او نور د اسرائیلو ترڅنګ ولاړ دي او کلک ملاتړ یې کوي. د اسلامي نړۍ واکمنان غلي ناست دي، باید لږ تر لږه له یهودي تولیداتو او محصولاتو پرېکون وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *