سیاسی

چاودیدونکي توکي یعنې دبشریت دښمن

 لکه څنګه چې ټول په دې پوهیږي  چې د ۱۴۰۲ لمریز کال دسلواغې میاشت لومړۍ نیټه چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د جنوري له ( ۲۱ ) مې نیټې سره سمون لري

لکه څنګه چې ټول په دې پوهیږي  چې د ۱۴۰۲ لمریز کال دسلواغې میاشت لومړۍ نیټه چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د جنوري له ( ۲۱ ) مې نیټې سره سمون لري د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو پرضد د ملي مبارزې نړیواله ورځ ده او دنړۍ په ګڼ شمیرهېوادونو کې د همدغې ورځې په مناسبت بیلابیلې ناستې اوغونډې جوړیږي او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کېږي چې چاودیدونکې توکې باید له منځه یووړل شي ترڅو د بې ګنا خلکو د مرګ ژوبلې، معلولیت او معیوبیت سبب نه شي ، بلکې نړۍ باید ټولو انسانانو او بشریت ته د هوسا ژوند د پرمخ بیولو غوره چاپیریال واوسي نه د کړاوونو ، بدمرغیو ، ناتار او مرګ ژوبلې ناوړه ماحول . بنآ په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایو چې زمونږ په ګران هېواد جګړه ځپلي افغانستان كې دګڼ شمیرستونزو ترڅنګ يوه هم ناچاودلومهماتو شتون دى چې وخت ناوخت دهېوادوالو ژوند ګواښوي،  په حقيقت كې ناچاودي توکي هغه پټ دښمن بلل کېږي چې له تیرو جګړه ييزو خونړيو كلونو څخه  را په دې خوا ترننه پورې هرانسان يا څاروى چې پرې برابر شوی له ژوند اوهوساينې څخه يې بې برخې کړیدی اوهركال ددغه دښمن له لاسه دهېواد په ګوټ ګوټ كې زموږ ګڼ شمیر مظلوم هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي اوياهم معلول اومعيوب كېږي، چې واقعآ دا یو ډیر دردوونکی حالت دی، البته په افغانستان کې د تیرکابو څلورنیمو لسیزو جګړو له امله د دغه هېواد زیاتې سیمې په ماینونو او ناچادو توکو پوښل شوي او تل یې ملکي وګړو ته هم ډیره مرګ ژوبله اړولې ده ، له دې واقعيت څخه هم بايد سترګې پټې نه شي، چې دماين پاكۍ د پروګرام په پايله كې دپام وړ سيمې له ماين اوچاوديدونكو توكوڅخه پاكې شوې دي، خو بياهم هغه سيمې چې لاتراوسه ماينونه اوچاوديدونكي توكي په كې شتون لري دهغو رااېستل اوشنډول هم وخت ته اړتيا لري او په دې اړوند دنړۍ د مرستندويو هېوادونو پرله پسې او دوامدارې مرستې ډېرې اړينې دي، دا واقعيت دى چې جګړه ځپلى افغانان دماينونو اوچاودېدونكو توكو په برخه کې دماين پاكي د اړوندو بنسټونو او مرستندويو هېوادونو له انساني مرستو څخه مننه كوي او په دې باب ددوئ نه ستړي كیدونكوهڅو او خدمتونو ته دقدر په سترګه ګوري اوپه دې برخه كې يې لاهم د زياتو خدمتونو غوښتونكي دي، ترهغه چې له امله يې په بشپړه توګه زموږ ټول هېواد دماينونو، چاوديدونكو توكو او ډول ډول مهماتو له خطر اوشتون څخه پاك كړاى شي او وروسته له دې هیڅ افغان دټوپك په ګولۍ، د ماين اوچاودېدونكو مهماتو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه كړي او نه هم هیڅ يوه افغان پتمنه اوقدرمنه كورنۍ دخپلو عزيزانو په وير اوماتم كښينول شي، بلكې ټول افغانان په سوله اوهوساينه كې پرته له هرډول ويرې اوګواښ څخه ژوند وكړي او وروسته له دې په هېواد كې له هر راز جګړه ييز ناتار اوغميزو پرته دسولې په نیكمرغه فضا كې افغان ولس په بشپړه هوساينه  دژوند چارې پرمخ بوزي او د پاك الله (ج)  رښتينى عبادت په آرام زړه او هوسا خاطرادا كړي او په بشپړې هوساينې د ژوند له بې شمیره خوښيو څخه خوند واخلي او نور هیڅكله هم دماينونو اوبمونو چاودنې اودټوپك مرمۍ ددوئ آرامتيا او هوساينه ګواښمنه نه كړي، بلكې اوږدمهاله خوښي اوخوشحالي يې په نصيب شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *