افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د خلکو ستونزو ته حل موندل د اسلامي امارت مسئولیت دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماوو او قومي مشرانو د ونډې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماوو او قومي مشرانو د ونډې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا کړې.

دې غونډه کې د هېواد له ۳۴ ولايتونو علماوو او قومي مشرانو سربېره د امر باالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو د اورېدو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.

د هېواد له ۳۴ ولایاتو څخه راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د واټن په راکمېدو ټینګار کړی.

دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت، د رغنیزو پروژو پر پلي کولو، د فساد، نشه يي توکیو او زور واکیو پر ختمېدو خوښي ښودلې او په وینایې، له اسلامي امارت سره

هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

دغه راز د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې د افغانستان ټول قومونه ورونه یاد کړي او زیاته کړې یې ده، د اسلامي امارت په راتګ سره نفاق ته لمنه وهل بند شوي او خلک په یووالي کې خپل ژوند مخ ته وړي.

د امر باالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي ویلي؛ دا ښه ده چې ملت او د اسلامي امارت مسئولین په ګډه د اسلامي نظام د حاکمیت او پایښت لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت موخه په هېواد کې د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام حاکمیت وو، چې دې موخې ته رسېدلی، خو له دې وروسته د ولسونو خدمت او د هېواد رغاونه پيل شوې ده.

غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ دمګړۍ ټول ګډونه نظام شتون لري او د اسلامي امارت مسئولین د خلکو له واقعي درد څخه خبر دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي امارت د ټولو ادارو دروازې د ولسونو د ستونزو د حل لپاره پرانستي دي او خلک کولای شي، چې له هر ډول ویرې او ملاحظې پرته خپلې ستونزې له مسئولینو سره شریکې کړي.

نوموړي د خلکو ستونزو ته د حل موندل د اسلامي امارت مسئولیت بللی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد رغونه او د بنسټونو جوړول پیل کړي، چې افغانستان به ورسره د پرمختګ او ثبات پر لور ګامونه واخلي.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت په هڅو به ډېر ژر افغانستان د کرنې، پراختیا او اقتصاد په برخه کې پام وړ پرمختګ وکړي او په کرنیزو محصولاتو کې به له بهرنیو هېوادونو څخه په وارداتو تکیه کمه کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د خپلواک بهرني سیاست او خپلواکو تصامیمو خاوند دی او هیچا ته به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق ورنکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *