جهان

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو سلمه ورځ؛ له ۲۳ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو او په دې تړانګه کې د اسرائیلو د بشر ضد جنایتونو 100 ورځې پوره شوې.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو او په دې تړانګه کې د اسرائیلو د بشر ضد جنایتونو 100 ورځې پوره شوې.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په دې بریدونو کې ۲۳ زره او ۸۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۶۰ زره او ۳۱۷ نور ټپیان شوي او په زرګونو نور ورک او تر خاورو لاندې دي.

دا وحشتونه او تاوتریخوالی په ۲۱ مه پېړۍ کې له ډېرو اړخونو بې‌مخینې ګڼل کېږي. دغه‌راز په دې پېړۍ کې بې‌سابقې ملکیان له منځه وړل شوي دي.

اشغالګرو ځواکونو د غزې تړانګې پر بېلا بېلو برخو بې‌امانه هوايي، ځمکني او سمندري بریدونه جاري ساتلي او ‘خان یونس’ ښار اوس هم تر سختو بمباریو لاندې دی.

غزې تړانګې ته د بشري مرستو او خوراکي توکو لېږدول ستونزمن دي او خلک یې له ستر بشري ناورین سره مخ دي.

د راپورونو پر اساس؛ اسرائیل غواړي د خوړو کمښت او لوږه د یوې وسیلې په توګه وکاروي او له دې لارې د غزې اوسېدونکي تسلیم کړي.

د غزې ځايي سرچینو پرون خبرداری ورکړی و، چې د دې تړانګې په شمال کې لوږې او تندې د ۸۰۰ زره کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

په دې سلو ورځو کې ټول بشري او نړیوال قوانین تر پښو لاندې شوي او ګڼ وحشتونه شوي. فلسطینیان په اجباري ډول بې‌کوره شوي او د ملګرو ملتونو له بیا بیا خبرداري سره سره دا سلسله لا هم روانه ده.

څو ورځې وړاندې یوه برېتانوي ډاکټر غسان ابوسیتان هم غزه کې د روغتیایي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته اعتراف وکړ، چې اسرائیل غزه کې ‘سپین فاسفورس’ لرونکې ممنوعه کیمیاوي وسلې او بمونه کاروي.

یاد ډاکټر چې په رضاکارانه ډول یې ۴۳ ورځې غزې ته د روغتیایي مرستو د رسولو لپاره کار کړی ویلي، چې د اسرائیلو له لوري د منع شویو کیمیاوي وسلو د کارولو سربیره، د غزې اوسنۍ جګړه د عراق، سوریې، یمن او لبنان له جګړو څخه ډېره خطرناکه ده.

دغه‌راز په دې سلو ورځو کې له ۱۰ زره زیات ماشومان شهیدان شوي دي.

په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان غزه کې د ناورین خبرداری ورکړی او اعلان یې کړی، چې په ټوله غزه کې لوږه خپره شوې او خلک یې هېڅ خواړه نشي پیدا کولای.

غزه کې له ۸۳ څخه تر ۹۷ سلنه بې‌کوره خلک پوره خواړه نه لري او شاوخوا ۹۰ سلنه کورنۍ په یوه شپه او ورځ کې یو وخت خواړه نشي پيدا کولای.

حال دا چې د صهیونیستي ځواکونو له لوري د غزې کلابندي لا هم روانه ده او دې سیمې ته د بشري مرستو، خوراکي او روغتیايي توکو لېږد سخت شوی او د غزې اوسېدونکي یې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *