افغانستان
په نورستان کې د اوبو د یوه کانال د جوړولو کار پرانستل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس اخندزاده نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په کونتیوا ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل کړې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس اخندزاده نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په کونتیوا ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل کړې.
د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه په ایکس پاڼه کې خبر خپره کړې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د درې میلیونه افغانیو په ارزښت دغه کانال به په څه کم درې میاشتو کې جوړ شي.
اخندزاده وویل چې نورستان د دغه وزارت لومړیتوب دی او په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پلي کړي.