گزارش

لاهم په پکتیکا کې راکړه ورکړه  په کلدارو ده

د پکتیکا یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې په یاد ولایت کې پر پاکستانیو کلدارو د راکړې ورکړې له کبله خلکوته زیات مالي زیانونه اوښتي دي او د افغانۍ د ترویج غوښتنه کوي.

د پکتیکا یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې په یاد ولایت کې پر پاکستانیو کلدارو د راکړې ورکړې له کبله خلکوته زیات مالي زیانونه اوښتي دي او د افغانۍ د ترویج غوښتنه کوي.

د دغه ولایت اوسیدونکي وايي، د افغانۍ په ترویج سره به عام خلک او کاروباریان له تاوان وژغورل شي او ملي هویت به هم ساتل شوي وي.

د پکتیکا مرکز ښرنه کې د یو کافي شاپ مسوول محمد نبي همدرد وايي، د کلدارو د چلښت له کبله زیات تاواني شوی او په وینا یې، د پاکستانی کلدارې نرخ هره ورځ تغییر مومي چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي:

«ما له یو چا ۱۰ زره ډالر د تجارت لپاره اخیستي وو، نو په هغه وخت کې ۱۶ لکه کلدارې ترې جوړې شوې، اوس چې بېرته زه هغه کس ته دا روپۍ ورکوم، زه مجبور یم چې هغه ته ۳۰ یا ۳۲ لکه کلدارې ۱۰ زره ډالر کړم.»

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی عبدالله وايي، ډېر شمېر سوداګر پر کلدارو د راکړې ورکړې له کبله زیانمن شوي او خلک اوس غواړي چې افغانۍ دې ترویج شي:

«ډېری دکانداران چې په کلدارو راکړه ورکړه ترسره کوي، تاواني شوي، په دې برخه کې، کلداره وخت په وخت نوره هم د افغانۍ او ‌ډالر په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، نو دوی چې په کومو پیسو مال راوړي او خرڅ یې کړي، بېرته په هغه پیسو خپل توکي نه شي اخیستی.»

بل لور ته د افغانستان بانک مسوولین وايي، د افغانۍ د ترویج لپاره یې د هېواد په ټولو ولایتونو کې هڅې جاري ساتلي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، دوی هغو ولایتونو ته سفرونه کړي چې تراوسه هم په کې کلداره د چلښت وړ ده او خلکو ته یې د افغانۍ د ترویج په اړه عامه پوهاوی ورکړی، څو د راکړې ورکړې پر وخت افغانۍ وکاروي:

«موږ د عامه پوهاوي پروګرامونه لرو، پوهنتونونو، مکتبونو او همدرانګه نورو سوداګریزو مرکزونو ته تللي یو، هغه ولایتونه چې په هغې کې دامهال افغانۍ ډېره نه ده ترویج موږ هغو ته اولویت ورکوو او هغو ولایتونو ته ورځو ترڅو هېوادوال مو دې ته وهڅول شي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې له افغانیو کار واخلي. »

په دې اړه مو دوه ورځې د پکتیکا له ځايي مسوولینو د ځواب ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو کوم ځواب مو ترلاسه نه کړ.

نه یوازې پکتیکا، بلکې د هېواد یو شمېر نورو سیمو کې هم د افغانۍ پر ځای د ګاونډیو هېوادونو پر پیسو راکړه ورکړه کېږي.

خو په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د افغانیو د رایجولو هڅې هم روانې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *