اسلامی

د اسلامي ارزښتونو د تطبيق له پاره عملي ګامونه

څرګنده ده چې د هېوادونو مېشت وګړي په خپلوکی د عقيدتي لحاظه ځانته ځانګړنې لري له دې کبله په خپلو قوانينو کې هغه څه رانغاړي چې دهغوی د باور وړ وي. هېڅ هېواد حق نه لري چې له بهره دنورو هېوادو له پاره قوانين وضع کړي او يا د دولتي چارو په سمبالښت کې لار ښوونې وکړي. همدا وجهه ده چې هېوادونه د خپلو خلکو دعقيدتي ارزښتونو له مخې خپلې چارې په آزاده توګه سمبالوي نه پرېږدي چې خپل ملي ارزښتونه له لاسه ورکړي.

خسرو

څرګنده ده چې د هېوادونو مېشت وګړي په خپلوکی د عقيدتي لحاظه ځانته ځانګړنې لري له دې کبله په خپلو قوانينو کې هغه څه رانغاړي چې دهغوی د باور وړ وي. هېڅ هېواد حق نه لري چې له بهره دنورو هېوادو له پاره قوانين وضع کړي او يا د دولتي چارو په سمبالښت کې لار ښوونې وکړي. همدا وجهه ده چې هېوادونه د خپلو خلکو دعقيدتي ارزښتونو له مخې خپلې چارې په آزاده توګه سمبالوي نه پرېږدي چې خپل ملي ارزښتونه له لاسه ورکړي. افغانانو هم د تاريخ په اوږدوکې د يوه مسلمان هېواد په توګه د خپلو اسلامي ارزښتونو څخه د ساتنې په خاطر بې شمېره قرباني ورکړې هېچاته يې ددې اجازه نه ده ورکړې چې د افغان مجاهد او مسلمان ملت د اسلامي ارزښتونو سره لوبې وکړي. ښه به وي چې د نورو هېوادو په کورنيو چارو کې لاس وهونکي هېوادونه له هغو هڅو لاس واخلي کوم چې دنورو له پاره د منلو وړ نه وي، ځکه چې په نړۍ کې د جغرافيوي جوړښت راهيسې هر هېواد د ټولنيز ژوند د هوساينې له پاره د خپلو خلکو په خوښه توانېدلی چې ملي ګټې خوندي وساتي او د پرمختګ له پاره لار هواره کړي. افغان مجاهد ولس په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او پلي کېدو له پاره سرښندونکې مبارزه کړې، هڅه کوي چې ديوه مسلمان هېواد په توګه خپلې ورځنۍ چارې د اسلامي اصولو له مخې سمبال کړي. پوهېږو چې لاس وهونکي هېوادونه به خپلو ناوړه تبليغاتو ته ادامه ورکړي، ځکه کفري هېوادونه زموږ د اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، غواړي چې د اسلامي امارت په وړاندې د ستونزو د راپيدا کېدو له پاره تبليغاتي کمپاين ته ادامه ورکړي. نوي نه دي چې اشغالګر ځواکونه دخپلې ناوړه او شرمناکې ماتې وروسته د اسلامي امارت د هرګام په پورته کېدو نيوکې کوي او د اسلامي امارت له پاره په نړيوالو کچه د رسميت پېژندنې په وړاندې خنډونه پيدا کوي. خو اشغالګر هېوادونه او ترڅنګ يې هغه کړۍ چې د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنې او تبليغات ترسره کوي، هېڅ لاس ته راوړنې به ونه لري، ځکه افغانان هره ستونزو زغمي، خو د اسلامي ارزښتونو څخه سرغړونه نه قبلوي. همدا وجهه ده چې په تېرو ۲۰ جګړييزو کلونو کې يې په پوره پيمانه زيانونه و زغمل، خو د خپلو اسلامي ارزښتونو څخه په شاه نه شول. اوس که کفري نړۍ هرڅومره د اسلامي امارت په وړاندې تبليغاتو ته ادامه ورکړي، بيا به هم اسلامي امارت په هېواد کې اسلامي ارزښتونو پلي کېدو ته ادامه ورکړي، ترڅو په هېواد کې د اسلامي نظام د رامنځ ته کېدو له پاره د شهيدو مجاهدينو آرمانونه پوره شوي وي. همدا اوس په هېواد کې د اسلامي نظام په راتګ سره په دولتي اداروکې سمسکی رامنځ ته شوی او هغه ناخوالې چې د اسلامي اصولو سره به يې اړخ نه لګاوه، له منځه تللې دي. اسلامي امارت وکړی شول چې په هېواد کې دقدرت فرعوني جزيرې له منځه يوسی او دغاصبينو منګولې له غصب څخه را خلاصې کړي. رشوت اخيستل او ورکول بند شوي او د ښې حکومتولۍ له پاره هڅې روانې دي.

د ټولنيز ژوند د آسانتياوو له پاره ګړندي او عملي ګامونه پورته کېږي، تمه ده چې که اشغالګر ځواکونه د ناوړه تبليغاتو څخه لاس واخلي، نو په هېواد کې به روان ستراتيژيکې پروژې تطبيق او لاس ته راوړنې به يې د هېوادوالو په هوساينه ولګېږي. هغه هېوادونه چې په نړيوالو کچه د اسلامي امارت په وړاندې ستونزې زيږوي د توپيريز چلند څخه لاس واخلي او پرېږدي چې افغانان د ۲۰ کلنې جګړې څخه په راپاتې شويو زخمونو د ملهم پټۍ ولګوي او دناوړه او توپيريز چلند څخه دې لاس واخلي. افغانان ديوه آزاد او خپلواک هېواد په توګه حق لري چې په هېواد کې په خپله خوښه د خپلو خلکو د آرمانونو د پوره کولو له پاره اسلامي اصول تطبيق او په هېواد کې دهميشنۍ سولې د رامنځ ته کېدو له پاره د هرې ممکنې لارې کار واخلي ترڅو په هوساينه کې ژوند وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *