فرهنگی

د غوربند؛ تاریخی مخینه

دا سیمه چې د پروان ولایت نیمایي خاوره جوړوي چې  څلورو ولسوالیواو اتلسو دره  په درلودلو سره د سويلي هندوکش په لمن کې خپل شتون د طبېعت په بډایه ښکلاګانو کې داسې راښیي.

حبیب الرحمن رحیمي

دا سیمه چې د پروان ولایت نیمایي خاوره جوړوي چې  څلورو ولسوالیواو اتلسو دره  په درلودلو سره د سويلي هندوکش په لمن کې خپل شتون د طبېعت په بډایه ښکلاګانو کې داسې راښیي.

د هسکو غرونو دا لمن چې ۸۹۹ کیلومتر مربع په پراخوالي سره د هېواد له مشهورو درو څخه ده چې ډېر لرغونی پېښلیک لري ،د هېواد شمال ته د تللو راتللو معبر و خو په  ۱۳۴۳ ل،کال کې چې کله  هندوکش د ای خانم لارویانو ته ښه راغلاست وویل ، سالنګ په خپل زړه کې د ستړو مسافرو ته لار ورکړه  او پر دې ښکلې  لرغونې لار د هېواد شمالي سیمو د لارویانو ګڼ ګوڼه کمه شوه.

غوربند به یې ونوموم، چېرې چې یما ترما ژوند شوی دی ، سګندر او چنګیز په کې د دمې موکه ونه مونده ، امان الله خان د خپل ځواک بګۍ په کې ځغلولې ده ، ظاهرشاه هم د دې سیمې د ښکلو نعمتونو څکه کړې ده او  را وروسته یې هم سنګرونه پالل شوي دي.

اوس به هغه روایت را واخلو کوم چې د دې سیمې یو شمېر هېواد وال یې د درې د نومونې په اړه یو او بل ته وایي هغه دا چې(( دلته یو وخت د غوري واکمنو څخه یو بند پاتې شوی دی نو ځکه غوربند شوی دی )).دا په داسې حال کې چې  په دې لار د سکندر اسونو ترپار اورېدلی شوی دی چې ډېره وړاندې مخینه لري خو که غوري واکمنو په اړه وپوښتو؛ چې دا پېښه څه وخت او څه ډول وه نو پوښتنه به د بې ځواب پاتې شي.

د مخکنۍ پېښې  په اړوند په غور تم کېږو ، د رشاد صاحب په خبره کله چې د غور ځمکې ته اسلامي فاتحین ورسېدل غور یې  په جبال واوړو خو دلته غور د جمعې په مانا دی خو که یې مفرد ته واړو غر به شي.

اوس هم  د غوربند د نومونې په اړه دوه صورتونه موجود دي مستقل  او مرکب بڼه  یې موږ څېړو :

الف – غوربند که چېرې یوه مستقله کلیمه وي نو مانا به یې هغه کلی چې د غرونو منځ کې وي لکه اېلبند خو توپیر به یې یوازې دا وي چې اېلبندونه د هوا د سړښت سره پرېښودل کېږي .

ب –غوربند په ترکیبي بڼه هغه نوم دی چې له غور او بند څخه جوړ دی څرنګه چې د غور کلیمه پورته بیان شوه نو بند هغه کلیمه ده چې مانع ، دېوال ، حصار ، غره ، د اوبو د ډنډ، د ګرځېدو ځای او نورو په مانا راځي .

اوس د پورته شرحې څخه دا نچوړ را ایستلی شو؛ دلته غوربند  د هندوکش هغه لړۍ وې، چې د وخت کمزورې اسانتیاوې  د دې وړ نه وې چې د سالنګونو په سخت وېرونکی او وژونکی طبیعت کې د لارویانو ته اجازه ورکړي چې له دې هسکو د ولاړ شي هغه د پښتو ژبې  د متل په مصداق ( که غر لوړ دی خو په سر لار لري ) نو دوی اړ وو چې کابل د هېواد د شمالي سیمو  یا ډېر وړاندې د باختر او اریانا بېلا بېلې سیمې سره  ونښلوي نو یې لارې ته اړتیا لرله خو دا لار د هندوکش په سوېلي لمن یا د غوربند په دره  کې وغځېده چې لامل یې د غره بندوالی و نو یې غوربند  ونوموله  خو اوس هم دا درو لار له پخواني برم لوېدلې نه ده او یو شمېر ولایتونه سره نښلوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *