اجتماعی

د بې کیفیته توکو مخنیوی غوره اقدام دی

په ټوله کې هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د بې کیفیته توکو لکه: (تیل، ګاز، درمل، خوراکي مواد او ډول ډول نورو توکو) مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو مسئولو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه شمیرل کېږي، نو باید چې په دې برخه کې استقامتي ارګانونه په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هېواد ته د هیڅ ډول غیر سټندرد توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړل شي.

په ټوله کې هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د بې کیفیته توکو لکه: (تیل، ګاز، درمل، خوراکي مواد او ډول ډول نورو توکو) مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو مسئولو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه شمیرل کېږي، نو باید چې په دې برخه کې استقامتي ارګانونه په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هېواد ته د هیڅ ډول غیر سټندرد توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړل شي.

همداراز هغه شمیر اشخاص او افراد چې په ټوله کې غواړي له ګاونډیو ملکونو څخه بې کیفیته توکې په غیرقانوني او قاچاقي ډول هېواد ته وارد کړي د دوئ مخه دې هم په پوره جدیت سره ونیسي او عاملین دې ورته ګرفتار او د مجازاتو په موخه دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي، البته د یادونې وړ ده چې د هېواد د سټنډرډ ملي ادارې د خپل استقامتي مسئولیت له مخې هڅه کړې چې په پوره جدیت سره هېواد ته د بې کیفیته تیلو د داخلیدومخه ونیسي چې له نیکه مرغه دغه اداره توانیدلې ډیری بې کیفیته تیل چې ددې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود تثبیت او بیرته یې اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي، هیره دې نه وي چې په دې وروستیوکې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. همداشان یادې ادارې له ټولو ســوداګرو څخه هم غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

همداشان د یادونې وړ ده له نیکه مرغه چې د هېواد دملي سټنډرډ د ادارې ترڅنګ د اسلامي امارت د اړوندو مسئولو ارګانونو د جدي څارنې، کنټرول او تفتیش په لړ کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو په حواله  ډیرې داسې خبرونه خپریږي چې د یادو مراجعو د مسئولو ټیمونو د هڅو په لړ کې له مختلفو درملتونونو څخه بې کیفیته او تاریخ تیر درمل، همدا راز له دوکانونو او هټیوالو څخه هم بې کیفیته او تاریخ تیر خوراکی توکي په پرله پسې ډول را ټول شوي او په عام محضر کې سوځول شویدي، چې د روښانه بیلګې په هکله یې په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله داسې ویل شویدي: دنيمــروز ولايــت دصنعــت او سوداګرۍ رياســت د مسئولينو له قوله ویل شوي چې ۶ ټنه تاريخ تېري توکي یې سوځولي دي. ديادرياست دمعلوماتــو له مخې، پــه يادولايت  کې يې دبې کيفيتــه توکو دراټولولو بهیر پيل کړی و، چې پــه پايله کې ۶ ټنه تاريــخ تيري توکي راټول کړي او ددې ولايــت دمحکمې دحکم له مخې دټاکل شــوي پلاوي په حضور کې سوځول شــوي دي. ديادولايت دصنعت او ســوداګرۍ رياســت مســئولينو په وینا، چــې ددې ولايت ددلارام ولســوالۍ عمــده او پرچــون پلورونکــو تــه يې هــم دټيټ کيفيــت او تاريــخ تېــره درملو دپلــور دمخنيوي پــه اړه لازمې سپارښتنې کړې دي. ديادولو وړ ده، چې پــه يادولايت کې له دې وړانــدې هم په لســګونه تاريخ تېــره توکې راټول شــوي وو او پلورونکو ته يې خبرداري ورکړ شوي و، چې بيا تاريخ تېره او بې کيفيته توکي ونه پلوري.

له شک پرته چې دا واقعآ ډیر ښه کار دی او په ټوله کې هېوادوال په دې برخه کې د مسئولو ارګانونو کړنې ستایي او په دې برخه کې یې په پوره جدیت د چارو د پرمخ وړلو هیله او غوښتنه کوي، ځکه د بې کیفیته او تاریخ تیرخوراکی ډول ډول توکو او درملو پلورل سره له دې چې غیر قانوني عمل دی، ددې ترڅنګ د هېوادوالو په ژوند لوبې کول دي، ځکه که چیرې زمونږ هېوادوال د اړتیا پرمهال له دغه بې کیفیته او تاریخ تیر توکو څخه استفاده کوي، نوله شک پرته چې د دوئ ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي، ددې ترڅنګ هغه خوراکی توکي چې بې کیفیته او تاریخ تیر دي دهغو څخه استفاده هم زمونږ قدرمنو هېوادوالو ته مصمومیت، ډول ډول ناروغي او مختلفې ستونزې را منځته کوي او حتی د هېوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي.

بناءً په ټوله کې هېوادوال د اسلامي امارت له مسئولو مراجعو څخه په پوره جدیت ددې هیله او غوښتنه لري چې په لومړي ګام کې د هېواد په بندرونو او سرحدي سیمو کې هېواد ته د هیڅ ډول غیر سټندرد او بې کیفیته توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړي او ترڅنګ یې په ټوله کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو مراجعو له لورې باید په پرله پسې ډول درملتونونه، دوکانونه، هټۍ او … په پوره جدیت کنټرول شي او هر هغه اشخاص او افراد چې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو د پلورلو هڅه کوي، د دوئ درملتونونه، دوکانونه، هټۍ او… مهرولاک او یادکسان (افراد اواشخاص) دې هم د خپل ناوړه عمل د سزا په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژني ترڅو په ټوله کې په هېواد کې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو دشتون مخه ونیول شي او په راتلونکی کې دقدرمنو هېوادوالو روغتیایي مصئونیت هم له هیڅ ډول ګواښ سره مخامخ نه شي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *