د هلمند کجکي ولسوالي کې په ۷۵۰۰۰۰ ډالرو يو خصوصي روغتون جوړ شو
د هلمند محلي مسئولين وايي، چې د ياد ولايت کجکي ولسوالي کې د ۷۵۰۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت يو روغتون جوړ او ګټېاخيستنې ته وسپارل شو.د کجکي ولسوالۍ په ګندُم رېز سيمه کې د (( عمريالشفا معالجوي)) په نامه دغه روغتون د يوه ملي سوداګر لهخوا جوړ شوی دی.
د هلمند محلي مسئولين وايي، چې د ياد ولايت کجکي ولسوالي کې د ۷۵۰۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت يو روغتون جوړ او ګټېاخيستنې ته وسپارل شو.د کجکي ولسوالۍ په ګندُم رېز سيمه کې د (( عمريالشفا معالجوي)) په نامه دغه روغتون د يوه ملي سوداګر لهخوا جوړ شوی دی.د ياد روغتون د پرانيستې په اړه جوړو شويو مراسمو کې د کجکي ولسوالۍ مرستيال حاجي سېلاب دغه روغتون د کجکي ولسوالۍ او شاوخوا سيمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتونو وړاندې کولو لپاره خورا مهم وباله ده وويل: (( موږ د ياد روغتون پر پرانيستلو سره زيات خوشحاله يو او دا روغتون د کجکۍ ولسوالۍ او شاوخوا ولسونو د تداوۍ لپاره زيات مهم دی. د افغانستان اسلامي امارت د دې او دې ته ورته د نورو پرمختيايي کارونو پوره ملاتړ کوي او هرې ستونزې ته به يې پر وخت رسېدنه کوي.)) د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دې روغتون پر جوړېدو خوښ دي او وايي، چې تر دې وړاندې يې پر پرمختللو روغتيايي توکو سمبال داسې روغتون نهدرلود او په وينا يې، ياد روغتون به د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتيايي ستونزو ته تر ډېره رسېدنه وکړي.د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي محمدامين وويل: ((موږ د دې روغتون په جوړولو خوشحالي يوو، موږ تر دې وړاندې داسې پرمختللي روغتون نه درلودۍ.)) د کجکي ولسوالي اوسېدونکو همداراز له مسئولينو او د ياد روغتون له چارواکو غوښتنه وکړه ،چې ياد روغتون کې لا نورې اسانتياوې برابرې کړي، څو د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي روغتيايي اړتياوو ته رسېدنه وشي.