افغانستان

مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت په هيواد کې د متوازنې پراختيا لپاره هڅې پيل کړې

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هيواد کې د بيات قوم له مشرانو، علماوو او ځوانانو سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې د بيات قوم مخورو او علماوو د اسلامي امارت له مشرانو او چارواکو څخه په مننې ويلي، چې د اسلامي امارت دروازې تل د ولسونو پر مخ پرانيستې او خپل وړاندېزونه او غوښتنې يې د حکومت له رهبرۍ سره شريکې کړې دي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هيواد کې د بيات قوم له مشرانو، علماوو او ځوانانو سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې د بيات قوم مخورو او علماوو د اسلامي امارت له مشرانو او چارواکو څخه په مننې ويلي، چې د اسلامي امارت دروازې تل د ولسونو پر مخ پرانيستې او خپل وړاندېزونه او غوښتنې يې د حکومت له رهبرۍ سره شريکې کړې دي.يادو قومي مشرانو او علماوو زياته کړې؛ د اسلامي امارت له لوري د ودانېزو پروژو پيل د هيواد ښه راتلونکې تضمينوي، چې له امله يې افغانان خوښ دي.مولوي عبدالکبير افغانستان د افغانانو ګډ کور ياد کړي او ويلي يې دي، چې اسلامي امارت د افغانانو د مساوي حقونو پر بنسټ هڅه کوي په هره برخه کې متوازن انکشاف رامنځته کړي.نوموړي زياته کړې، چې اسلامي نظام د ټولنې له منځه را ټوکېدلي او دا مهال د اسلامي شريعت نافذول، د افغانستان ودانول او پرمختګ يې ستره موخه ده.د رياست الوزراء سياسي مرستيال د بيات قوم مخورو او علماوو ته ډاډ ورکړي، چې وړاندېزونه به يې له اړونده ادارو سره شريک کړي.
د يوبل خبر له مخې : د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په ولايتونو او مرکز کې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونيز څار رياست له کارکوونکو سره ليدنه کړې.په دې ليدنه کې د پوهنې وزارت په اداري تشکيل کې پر وروستيو بدلونونو او جوړښت خبرې شوې.د پوهنې وزارت د ښوونيز څار غړو ويلي، چې د ياد وزارت د پرېکړې پر بنسټ د نظارت رياست له منځه تللی او کارکوونکي يې د پوهنې وزارت په نورو رياستونو کې د کارمندانو په توګه ټاکل شوي دي.هغوی غوښتنه کړې، چې د پوهنې وزارت د اداري تشکيل په برخه کې دې د اسلامي امارت لومړنۍ طرحه عملي شي او په دې برخه کې يې خپل وړانديزونه د رياست الوزراء سياسي مرستيال سره شريک کړي.مولوي عبدالکبير د روښانه او پرمختللي افغانستان لپاره پوهنه خورا مهمه بللې او ويلي يې دي، چې پوهنې وزارت د ښه ظرفيت په لرلو سره د ديني او عصري زده کړو په برخه کې مهمې کړنې ترسره کړې دي. د رياست الوزراء سياسي مرستيال زياته کړې، چې د اسلامي امارت د پاليسۍ له مخې به د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکي له دندې ګوښه نشي او په نورو مناسبو او وړځايونو کې به ځای پر ځای کېږي.مولوي عبدالکبير د پوهنې وزارت کارکوونکو ته ډاډ ورکړي، چې د هغوی د وړانديزونو په اړه به غور وکړي او د اسلامي امارت د پاليسۍ په رڼا کې به اقدام وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *