اجتماعی

کرسمس او د هغه بدۍ    

ابوبکر صدیق رضی الله عنه د عایشې رضی الله عنها کورته ورغی، د هغې په کوټه کې انصارو جینکیو سندرې ویلې، خو هغوی سندرغاړې نه وې، یوازې د بعاث د جنګ اشعار یې غږول، خو هغه ورته وویل: آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې اوازونه غږو؟

لیکنه: محمدعلی عظمت

ابوبکر صدیق رضی الله عنه د عایشې رضی الله عنها کورته ورغی، د هغې په کوټه کې انصارو جینکیو سندرې ویلې، خو هغوی سندرغاړې نه وې، یوازې د بعاث د جنګ اشعار یې غږول، خو هغه ورته وویل: آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې اوازونه غږو؟

دا د وړوکي اختر ورځ وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: «یا أبابکر ان لکل قوم عبد و هذا عيدنا» اې ابوبکره! بېشکه هر قوم اختر لري او دا زمونږ اختر دی. (بخاري: ۹۵۲ ، مسلم: ۹۸۲ او ابن ماجه: ۱۸۹۸)

له ټولو کافرانو څخه زموږ جشنونه (اخترونه) بدل د‎ي، بلکې زموږ عبادات هم د هغوی په څېر نه دي، نه مو لمونځ او روژه د هغوی غوندې دي او نه مو نور عبادات د هغو کافرانو په شان دي.

نوی مېلادي/زېږدیز کال پیلیږي او له هغه وړاندې د نړۍ د ټولو عیسویانو لوی جشن وي، چې هغوی یې په خورا خرپ او ترپ سره نمانځي. دوی د دې په اړه په یوه خوله نه دي، د اکثریتو په نزد حضرت عیسی علیه السلام د ډسمبر په ۲۵مه نېټه زېږېدلی. د عیسویانو مختلفې ډلې یې د مشهور جشن په توګه نمانځي، چې له خرافاتو څخه ډک دی.

په ډسمبر کې یې زوکړه ځکه نه ده شوې، چې د ده پيدایښت کیږی، هماغه مهال خُرما پخې نه وې. الله جل جلاله وايي: «پریښتو له لاندې خوا هغې (مریم علیها السلام) ته غږ وکړ، ویې ویل: مه خپه کېږه، ستا رب جل جلاله تر تا لاندې یوه چینه بهولې او ته لږ د  دغې ونې تنه وخوځوه، پر تا به خوږې ښېرازې خُرما راتوی شي، نو وخوره، وڅښه او خپلې سترګې (عیسی ع  ته په کتو) یخې کړه. بیا دې که کوم انسان ولید، ورته ووایه، چې ما د الرحمن له پاره روژه نذر منلې ده، له دې امله به زه نن له هیچا سره خبرې و نه کړم.» (سورة مریم: ۲۴ ـ ۲۶)

له قرآن کریم څخه پرته عیسوي لیکوالانو هم دا له بائبیل څخه جوته کړې، چې  حضرت عیسی علیه السلام د «ګرمي» په موسم کې دنیا ته تشریف راوړی دی، په ډِسمبر کې د ده په پيدایښت ترکیز کول، صحیح نه څرګندیږي؛ ځکه په ډسمبر کې خُرما (د خُرما مېوه) نه وي او هغه د ګرمي په مهال وي. د ډِسمبر ۲۵مه ځکه ورته وټاکل شوه چې دا ورځ د (پاګان) د زوکړې ورځ ده، نو نوموړی (د رومیانو) په عقیده یو نه مغلوبېدونکی خدای و، همدا مشرکانه عقیده. په عیسی ع پورې وتړل شوه.

دا وه د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې په اړه، نوموړی د مریم علیها السلام زوی دی، د الله جل جلاله نازولی رسول او نبي دی، الله جل جلاله انجیل ورکړی او د الله تعالی فرمانبرداره بنده، زموږ د مسلمانانو په آند (عقیده) باندې په وروستۍ زمانه کې راځي او د ده په مبارک لاس به دجال وژل کېږي.

اوس د کرسمس یعنې د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت په ورځ چې کوم جشن ترسره کېږي، د هغه بدۍ او قباحتونه واورئ:

ـ په دې مناسبت عیسویانو ته مبارکي ورکول نه دي روا؛ ځکه چې عیسی علیه السلام په دې نېټه نړۍ ته تشریف نه دی راوړی او که څوک مبارکي ورکړي، معنی دا چې (نعوذ بالله) دا شخص هم د دې قائل دی چې عیسی علیه السلام د الله زوی دی.

ـ په اسلامي نړۍ کې د دې نمانځل، د الله جل جلاله د قهر او غضب لامل دی، مسلمان ته نه دي په کار چې دا ورځ ونمانځي؛ ځکه عیسویان وايي، چې الله جل جلاله زوی لري،الله ج وایي:  «هغوی وايي، چې الرحمن څوک په زویتوب نیولی، ډېره چټي خبره ده، چې تاسو جوړه کړې ده؛ نږدې ده چې اسمانونه وچوي، ځکه څېرې شي او غرونه ټوټې ټوټې راوغورځیږي. په دې چې خلکو د الرحمن له پاره د اولاد د شته والي دعوی وکړه، د الرحمن دا شان نه دی چې هغه څوک زوی ونیسي.»

ـ د کرسمس په ورځ جشن نمانځل او هغه عیسی علیه السلام ته منسوبول، دا په اصل کې الله تعالی ته کنځا کول دي.رسول الله ص  وايي: «الله جل جلاله وايي، د آدم (علیه السلام) … او د هغه کنځا زما له پاره دا ده چې هغه وايي: الله (جل جلاله) زوی نیولی (په داسې حال کې) چې زه احد یم، صمد یم، نه مې زوی شته، نه مې پلار شته او نه څوک ساری لرم.» (بخاري: ۴۹۷۴ ، نسايي: ۲۰۷۸ او احمد: ۹۱۱۹)

ـ له ټولو کفارو، یهودو او عیسویانو سره مشابهت دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: «من تشبه بقوم فهو منهم». ژباړه: چا چې له کوم قوم سره ځان مشابه کړ، نو هغه شخص له هغه قوم څخه دی. (داود: ۴۰۳۱ او احمد: ۵۱۱۴)

ـ په حرامو کې ګډون کول دي؛ چې هغه د کرسمس پر اساس په کې کیږي، الله جل جلاله وايي: «او د الرحمن بنده ګان هغه دي چې د دروغو شاهدي نه وايي. او که په کوم څیز باندې ورشي، نو د ښو شریفو انسانانو په څېر ورڅخه تیریږي.» سورة فرقان: ۷۲ آيت.

مشهور تابعي محمد بن سیرین رحمه الله له دې ایت څخه د نصاراو جشن اخیستی دی.

ـ د دې (کرسمس) مبارکي، ناروا او حرامه دی، ولې په اسلامي نړۍ کې ډېر واکمنان شته چې هغوی په دې ورځ جشن نمانځي، په دې ورځ خوښي او خوشحالي کوي.

ـ له کافرانو سره د مینې او محبت څرګندول دي او موږ یوازې له مسلمانانو سره په مینه او محبت ښکاره کولو مکلف یو، الله جل جلاله وايي: «اې مؤمنانو یهود او نصارا خپل ملګري مه نیسئ (مه جوړوئ)» سورة مائده: ۵۱ ایت.

پورته د عیسویانو د جشن نمانځل او د هغه بدۍ او قباحتونه بیان شول، باید مسلمانان له دې څخه ځانونه وساتي او ګډون په کې و نه کړي؛ ځکه چې په یوه صورت کې هم د دوی له پاره جائز نه دي چې شرکت په کې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *