افغانستان

پنجشېر؛ ۸۷ سلنه وګړي یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري

پنجشېر کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې ۷۸ سلنه خلک لومړنیو، منځنیو او په ځینو مواردو کې بنسټیزو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی لري.

پنجشېر کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې ۷۸ سلنه خلک لومړنیو، منځنیو او په ځینو مواردو کې بنسټیزو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی لري.
د عامې روغتیا رییس ډاکتر حجت الله محمدي ویلي، چې خلکو ته دغه خدمات د روغتونونو او کوچنیو روغتیایي مرکزونو په چوکاټ کې خلکو ته وړاندې کیږي.
محمدي زیاتوي، اوس مهال په دغه ولایت کې د عمومي جراحي، عمومي داخلې، نسایي او ماشوم زېږونې، غاښونو، سترګو، ستوني او د بېلابېو واکسینونو د تطبیق په برخه کې خلکو ته په وړیا ډول دولتي خدمات وړاندې کیږي.
د نوموړي په خبره د افغانستان اسلامي امارت د روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم په دغه ولایت کې ټولو اوسېدونکو ته یو ډول خدمات وړاندې کیږي.
پنجشېري هېوادوال هم د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د روغتیایي خدماتو له ښه کېدو او پراخېدو خوښي ښيي او د دغې برخې د څرنګوالي د لا ښه کېدو غوښتنه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *