سیاسی

د افغانستان په اړه د ملګرو‌ملتونو بې انصافه او  نا عادلانه پرېکړ ه

مخکې له دي چې په اصلي موضوع یعني په ملګروملتونو کې دافغانستان د څوکۍ د ځډوني په اړه بحث او ، خبری وکړو ښه به وي چې ددي نړیوال سازمان په تاریخچه هم یو څه تم شو.

مخکې له دي چې په اصلي موضوع یعني په ملګروملتونو کې دافغانستان د څوکۍ د ځډوني په اړه بحث او ، خبری وکړو ښه به وي چې ددي نړیوال سازمان په تاریخچه هم یو څه تم شو.

د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان ( UN ) د دولتونو او حکومتونوترمنځ یو نړیوال سازمان دي چې هدف ېې د نړیوالي سولې، ثبات او امنیت ټینګښت د نړۍ د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا د جګړو ، او تاوتریخوالي مخنیوي د نړیوالي همکارۍ رامنځ ته کول او د ملتونو د چارو همغږې کول دي،  له بده مرغه نن سبا ېې د اوکراین ـ فلسطین او اسرائیلو په جنګ کې اجراېې ځواک لږ او  کم رنګه ښکاري .

د ملګري ملتونونړیوال سازمان د نړۍ ترټولو،لوي او نامتو سازمان دي چې عمومي دفترېې  د امریکا د متحده ایالاتو  دنیویارک په ښار کې موقعیت لري او نور دفترونه او مرکزونه ېې  په جینوا، نایروبی ، ویانا او هاګ ښارونو کې فعالیت لري.

دعه نړیوال سازمان د دوهمي نړیوالي جګړي وروسته د راتلونکو جګړو،او د نړۍ د هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پیښیدو څخه د مخنیوي په هدف د ۱۹۴۵ ع کال د اپریل پر ۲۵مه د ۵۰ هیوادونو له خوا د امریکا په سانفرانسیسکو ښار کې د یوي ناستی په ترڅ کې رامنځ ته شو او غړو هیوادونو ېې د منشور د مسودي په جوړولو پیل وکړ دهمدي کال د اکتوبر پر ۲۴مه ېې په رسمي توګه په کار پیل وکړ چې له بده مرغه اوس هم د لږ اجراېې واک له امله د اوکراین ، فلسطین او اسرائیلو د جنګونو له امله له سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دي.

افغانستان د دغه نړیوال سازمان غړیتوب په ۱۹۱۹ع کال کي په رسمي ډول ترلاسه کړ او دیو فعاله غړي په توګه ېې په نړیوالو مسایلو کي د راېې ورکولو حق ترلاسه کړ  خو له بده مرغه دروسېې یا پخوانې  شوروي اتحاد دیرغل اوبیا د امریکا او متحدینو د اشغال له امله ېې غړیتوب ته سخت زیان ورسیداو افغانستان په نړیوال ډګر کې ګوښی او منزوي پاتي شو.

دلته زمونږ د بحث موضوع د ملګروملتونو د تیري غونډي په اجندا ده چي دافغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ په اړه وه  .

د افغانستان اسلامي امارت چې د تیر ۲۰۲۱ ع کال د اګست پر ۱۵مه واک ته ورسید د نورو مهمو او حیاتي مسایلو ترڅنګ ېې د هیواد په  ټول قلمرو حاکمیت ټینګ کړ ټولی ، لوي او کوچنۍ خطرناکې ډلي او ګروپونه چې د افغانستان حاکمیت ېې نا امن کړي و مهار او تر کابو لاندي راوستې او په ټول هیواد کي ېې امن اوثبات تامین کړ.  له بده مر غه امریکا او متحدینو ېې د انصاف څخه لري دهماغه ورځي نه په دي جنګ ځپلی هیواد بندیزونه او تحریمونه ولګول، بانکې سیستم ېې ویجاړ کړ اوهغه ۶ /۹ میلیارده ډالر چې دافغانستان دملي اقتصاد پشتوانه وه هغه ېې هم بنده او کنګل کړه .

دافغانستان درسمیت پیژندي پروسه ېې تر نن ورځي پوري وځنډوله دا سمه ده چې دبشري حقونواو دښځو د حقونو،  د بیان او د مطبوعاتو د آزادۍ  په برخه کي به یو لړ ستونزي او مشکلات وي خو هغوته هم د افغانستان اسلامي امارت ژمن او متعهد دي او د امکان ترحده ورته رسیده ګې کړي د ښونځیو او پوهنتونونو دروازي د زده کونکو او محصلینو پرمخ خلاصي دي، افغاني میرمني اوښځې په منظمه تو ګه ، وزارتونو اودفترونو ته د کارکولو لپاره ځي، خو د افغانستان خلک او اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه چې دافغانستان د، دایمي استازولۍ په څوکۍ ېې ځنډولو ده  د ټولونړیوال اصولو اوپرنسیپونو خلاف ناعادلانه عمل ګڼلی .

دیادي موضوع په تړاود ملګرو ملتونود عمومي غونډی مشرتابه وړاندیز کړي چي له مخې ېې دافغانستان او د اوسنې میانامار(برما) د باور لیکونو په اړه پریکړي دي وځنډول شي چي د ا عمل ددي نړیوال سازمان د انصاف څخه لري اود نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼل کیږې .

باور دي که دافغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په همدي ناعادلانه او دانصاف څخه د لري پریکړي په اړوند خپل غږ پورته کړي اودی سازمان ته قناعت ورکړي او ورته وښاېې چې ملګري ملتونه باید په خپلي دي پریکړي له سره غور وکړي نه یوازي دافغانستان د استازولۍ څوکۍ به په دي نړیوال سازمان کې افغان حکومت ته ورکول شي بلکي د رسمیت پیژندې دپروسې لپاره به ېې هم لاره اواره کړي وي.

ناصرشاه سرحدي

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *