اجتماعی

اخلاقي ځانګړتیاوې

آیا اخلاقي صفتونه د نورو صفتونو سره یوشان دي؟ څرنګه اخلاقي ځانګړتیاوې له غیر اخلاقي ځانګړتیاوو څخه تو پیر کړو؟

آیا اخلاقي صفتونه د نورو صفتونو سره یوشان دي؟ څرنګه اخلاقي ځانګړتیاوې له غیر اخلاقي ځانګړتیاوو څخه تو پیر کړو؟

لومړۍ ځانګړتیا: باید ښه صفت یا خوی په ډیر تکرار سره د انسان په طبیعت کې ثابت او په عادت سره تبدیل شوی وي، بنا پردې که چيرې یو تن یو دوه ځله د چا سره مرسته کوي، هغه ته سخي نه ویل کیږي، څو دغه صفت په ده کې تکرار وارزول شي او په طبیعي عادت بدل شي.

دوېمه ځانګړتیا: یو له اخلاقي ځانګړتیا دا ده چې اخلاقي عمل په اسانۍ او پرته له کړاوه د انسان څخه صادر شي، نوبنا پردې که چیرې کوم ظالم انسان یو وخت په تکلف او فشار واردولو پرنفس، پرچا رحم وکړي، نو د ده په باره کې نشي ویل کیدای چې هغه مهربان او زړه سواندی انسان دی، ځکه ده په تکلف سره د ظلم نه ځان ژغورنه کړې او تر څو چې په آسانۍ او طبیعي توګه د زړه سواندۍ سره عادت نشي، نو ده ته مهربانه انسان نشي ویل کیدای.

درېیمه ځانګړتیا: د انسان اراده باید د اخلاقي عمل په ترسره کولو کې د خالت او شمولیت ولري، نفسي حالات چې د انسان له ارادې څخه خارج وي او انسان د هغه په جوړولو کې لاس ونه لري لکه ذکاوت، دښه ذهن درلودنه او داسې نور،  په دې حالت کې اخلاق نه ورته ویل کیږي، ځکه په  داسې حالتونو کې د انسان اراده دخالت نه لري او دهغه په درلودنه څوک نشي کولای انسان نیکو کاره او یا بدکاره ونوموي.

د اخلاقو په باره کې د علماوو نظریات:

علما او پوهان د ښو او بدو اخلاقو په هکله څه نظریې لري، د ښو اخلاقو ګټې او د بدو اخلاقو ضررونه بیان کړي دی، دلته ځینې له دې نظریو څخه یادوو څو په دې وسیله د تیرو لوستونو مفاهیم په ذهن کې کښیني.

الف: دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د ښو اخلاقو په باره کې پوښتنه وشوه، د الله رسول صلی الله علیه وسلم د الله وینا تلاوت کړه: (د الاعراف سورت: ۱۹۹ آیت )

ژباړه: ای پیغمبره ! د نرمۍ او تیریدنې لاره غوره کړه د ښو چارو ښوونکی اوسه او له ناپوهانو سره مه نښله. بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم و فرمایل: ښه اخلاق دا دي : چا چې له تا سره اړیکه پریکړه، ته ورسره اړیکه وساته، چاچې ته له څه شي محروم کړې ته هغه ته ورکړه کوه او چا چې له تا سره ظلم وکړ ته هغه عفوه کړه.

حدیث: ۹۰۹)

ب : حضرت علي رضي الله عنه فرمایلي دي: ښه خوی او اخلاق درې خصلتونه لري: د حرامونه ځان ساتنه، حلال مال غوښتل او په خپله کورنۍ باندې پراخي کول.

ج : حسن بصري رحمة الله وایي: بدخویه انسان همیشه ځان په عذاب کې اچوي.

د : فضیل بن عیاض رحمة الله  وایي: د بداخلاق عابد له دوستۍ څخه د فاجر سړي سره دوستي او ناسته پاسته غوره ده.

هـ :عبدالله ابن مبارک رحمة الله وایي:ښه اخلاق،پرانستې ټنډه، د نورو سره ښیګڼه اوله بدۍ څخه ځان ساتنه ده.

یو بد اخلاقه سړي د عبدالله ابن مبارک رحمة الله سره ملګری شو او هغه ته یې ډیر کړاو او آزار ورکړ خو کله چې هغه له ده څخه جلا شو، نو عبدالله ابن مبارک وژړل، چا ورڅخه د ژړا د لامل په هکله پوښتنه وکړه، ده په ځواب کې وویل: دی له ما څخه جلا شو خو بد خوی یې ور سره ملګری دی.

و : جنید رحمة الله فرمایلي دي: درې خویونه دی چې بنده په لږ عمل سره لوړو درجوته رسوي: حلم، عاجزي او نیک اخلاق چې دا څیزونه د ایمان بشپړتیا ده.

ښه اخلاق د زړه پاکي ده :

آیا پوهیږئ چې ښه اخلاق د انسان زړه پاکوي؟ لکه څنګه چې د انسان ظاهري بدن د ناروغتیا سره مخ کیږي، باطني نفس یې هم په درد او رنځ اخته کیږي، د بیلګې په توګه لکه څنګه چې لاس د بیمارۍ په نتیجه کې کار نشی کولای، سترګې د مریضي په سبب له لیدلو پاتې کیږي، زړه هم د باطني ناروغتیا په وجه خپله دنده په سمه توګه نشي ترسره کولای.

د زړه دندې د الله تعالی پیژندنه، د الله سره مینه څرګندونه، دالله د عبادت لپاره په ښه توګه چمتو کیدنه  او دالله د رضا په خاطر د ټولو غوښتنو او نورو هیلو نیک او ښه جوړول دی.

الله تعالی فرمایي : ( د الذاریات سورت: ۵۶ آیت )

ژباړه : ما پیریان او انسانان له دې پرته د بل کار لپاره نه دي پیداکړي چې هغوئ زما بندګي وکړي.

څوک ټول څیزونه و پیژني خو خالق (پیداکوونکی) و نه پیژني یي، دا دهغه چا په څیر دی چې هیڅ شی یې نه دی پیژندلي، ځکه ده د ټولو څیزونو اصل او پیداکوونکی نه دی پیژندلی.

د الله د پیژندنې ګټه  او میوه دا ده چې : د الله تعالی سره مینه وښودل شي او په بشپړه توګه د هغه د بندګۍ لپاره ځان چمتو کړي او هیڅ شي ته د الله په پرتله ترجیح ور نکړي او غوره یې ونه ګڼي. نو هرڅوک چې د الله د دوستۍ او د هغه د خوښۍ د دعوې سره سره د نورو کسانو مینې او رضا ته د الله په پرتله ترجیح ورکوي نو ددې سړی زړه ناروغ دی ، معده (ګیډه) یې د هغه چا په شان ده چې د ډوډۍ په پرتله خاورې ورته خوندورې وي ، دا ډول زړونه  ډیر په ناروغۍ اخته وي.

او دښو اخلاقو په واسطه  د زړونو شفا او له ګناه څخه یې پاکي حاصلیږي، د بیلګې په توګه بخل او شومتیا یوه د زړه باطني ناروغي ده چې د هغه له وجې انسان له الله نه لرې کیږي.

ددې ناروغۍ علاج او درملنه داده چې د بخل په کمښت سره انسان خپل نفس و پیژني او دمال په لګولو کې له غیرته کار واخلي، ترڅو د سخاوت سره عادت او روږدی او اخلاق یې ښایسته شي، په همدي توګه د ښو اخلاقو نور ډولونه زړه ته صفایي او پاکي وربښي.

ښه اخلاق څرنګه په لاس راځي؟

آیا اخلاق او خویونه د تغییر او تبدیل وړ دي؟ آیا د انسان هله ځله د اخلاقي ارزښتونو په څرنګوالي او دهغه په تغییر کې څه رول لوبوي؟ کومې کاري کړنلارې کولای شي د انسان د اخلاقو په رامنځته کیدو کې څه اغیزواچوي؟ د اخلاقو تغییر ورکوونکي لاملونه کوم دي؟

ځینې په دې نظر دي چې اخلاق یوه غریزه ده او انسانان د هغې سره زیږول کیږي او اخلاق تبدیلي نه قبلوي، اما سمه خبره داده چې په اخلاقو کې ارثي او غریزي صفتونه دواړه اغیز لري، خو د روزنې په واسطه د تغییر او تبدیل وړ دي.

الله تعالی قرآن کریم کې فرمایي: (د الذاریات سورت: ۵۵ آیت )

ژباړه : البته نصیحت کوه ، ځکه چې نصیحت د مومنانو لپاره ګټور دی.

همدارنګه الله جل جلاله فرمایي: (د الشمس سورت: ۷ – ۱۰ آیتونه )

ژباړه : او په انساني نفس او په هغه ذات قسم چې هغه یې برابر کړ، بیا یې بدۍ او دهغه پرهیزګاري هغه ته الهام کړه، په رښتیا سره بری   و مونده هغه چا چې هغه د نفس تزکیه وکړه او ناکام شو هغه څوک چې هغه یې لاندې پټ کړ.

نو د ښو اخلاقو په واسطه د نفس ښایسته کول او له بدو اخلاقو څخه د هغه پاکول، د پاسني آیت په حکم د مکلف انسان په اراده کې داخل دي، له همدې کبله الله تعالی په هره زمانه کې د خلکو د لارښوونې لپاره انبیا‌ء علیهم السلام را لیږلي دي څو انسانانو ته صحیح عقیدي، سم احکام او ښه اخلاق ور وښیي الله تعالی د اسلام پیغمبر صلي الله علیه وسلم د داسې قوم په منځ کې را ولیږه چې ډول ډول عادتونه او بد او ناوړه اخلاق په کې شتون درلود، په خپلو کې په جنګونو اخته وو، یو د بل مالونه یې لوټول او په بیوزلانو خلکو یې ظلم او تیری کاوه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقي ښوونې او روزنې په پایله کې له همغه قوم څخه داسې سړي را منځته شول چې د ښو اخلاقو په مټ یې د اسلام دین په ټوله نړۍ کې خپور کړ او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابه او ملګري د ټول بشریت لپاره د ښو اخلاقو ښوونکي شول.

که چیرې مونږ او تاسې په خپل کلي او سیمه کې متوجه شو مو چې خلک له خپل چاپیریال څخه اغیزمن کیږی، هغه هلکان او نجونې چې له نیکو کورنیو سره اړیکې او د ښو اخلاقو لرونکو خلکو سره ناسته پاسته لري، د هغوی اخلاق ښه کیږي او که په هغه کورنیو کې چې ښوونه او روزنه  یې ښه نه وي او یا د خرابو دوستانو سره سراوکار لري ، د دوی په اخلاقو خراب اغیز اچوي او د بدو اخلاقو لوري ته کښل کیږي. لکه څنګه چې څاروي او الوتونکي روزنه اخلي او د روزنې او پالنې په پایله کې ډول ډول ګټې ورڅخه اخیستل کیږي.

په همدي توګه انسانان هم د ښوونې او روزنې  په نتیجه کې اغیز قبلوي.

د اخلاقو د تغییر لاملونه او لارې:

یو له هغو کرنلارو او لاملونو څخه چې په هغو کې د اخلاقو له تغییر او تبدیل څخه کاراخیستل کیږی، ښوونه او روزنه ده، علم، انسان د اخلاقو ارزښت ته متوجه کوي او په دې هکله هغه ته قناعت ورکوي او اخلاق په تمرین او عمل سره په عادت تبدیلیږي، ددې موضوع زیاتې شرحې ته پاملرنه وکړئ.

  1. 1. ښوونه: د ښوونې په واسطه انسان ته دښو اخلاقو په لاس ته راوړلو او له بدو اخلاقو څخه په پرهیزکولو قناعت بښل کیږي، د ښوونې په وسیله انسان کولای شي ښه اخلاق او له هغو څخه د استفادې لارې و پیژني او همدارنګه له ناوړه اخلاقو د هغو له تاوانونوسره آشنا شي. قرآنکریم د اخلاقو ترټولو لوی کتاب دی، په همدې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او سیرت او هغه ته غوږ نیول د اخلاقو د درک او پیژندلو له ډیرو مهمومنابعو څخه دی.
  2. 2. روزنه: روزنه د عمل د تکرار سره د اخلاقو د پیاوړتیا او ثبوت له غوره وسیلو څخه ده چې د کورنۍ د غړو، ټولګیوالو، د سیمې او ښار د خلکو سره په ناسته پاسته کې د انسان لپاره تلقین کیږي.

د هغو په څنګ کې په خپل عزم او ارادی د ښو اخلاقو د حاصلولو لپاره په اخلاقي روزنه کې پیاوړې اغیزې لري.

هرکله که څوک په تکلف سره څو ځله ښه کار انجام کړي او له ناوړه کارونو څخه ډډه وکړي ښه اخلاق یې په برخه کیږي.

ماخذونه اوسرچینې:

–        د جمعې خطبې کتاب لومړی ټوک – کابل ۱۳۹۸ هجري لمریز کال.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *