ذبیح الله مجاهد: هغه څه چې یوناما د افغانستان په اړه ویلي «پروپاګند» دی
د اسلامي امارت ویاند د یوناما د نوي راپور د خپریدو په غبرګون کې چې په کې د بشري حقونو او رسنیو د وضعیت، له بندیانو سره د ناوړه چلند او نورو مهمو مسایلو په اړه اندېښنه ښودل شوې، وايي چې د دغه بنسټ څېړنې «پروپاګند» دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په یوه نوي راپور کې له ښځو او نجونو سره د اسلامي امارت د چلند، د تېر حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو د چلند او د بشري حقونو د فعالانو د توقیف، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محدودیتونه او چلند بیان کړي دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې د بندیانو شمېر ډېر شوی او قانوني خوندیتوب نه لري.
خو د اسلامي امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد د دغه راپور په اړه غبرګون ښودلی او رسنیو ته یې ویلي، چې د دې ادارې څېړنې له حقیقت څخه لیرې دي.
ذبیح الله مجاهد همداراز وویل:«یوناما چې تل یې راپورونه خپرول، پروپاګند وو. «دوی د دې پر ځای چې ستونزې حل کړي، خپله دنده ګڼي، د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان له دریځه ناوړه ګټه پورته کوي او داسې څه خپروي چې د افغانستان له اوسني وضعیت سره سمون نه لري.»