د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې د ولسوالۍ مقام، امنیې قومندانۍ او استخباراتو مدیریت لپاره یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې د ولسوالۍ مقام، امنیې قومندانۍ او استخباراتو مدیریت لپاره یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دهنه غوري ولسوالۍ د قریه جاتو د برخې مدیر عبدالعزیز اخندزاده وايي، چې د دغه جومات چارې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته پیل شوې وې او په څه باندې یوه کال کې یې د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
اخندزاده زیاته کړه چې په دې جومات شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی چې د ولایت، ولسوالۍ او ښاروالۍ مقامونو له لوري ورکول شوی او د څه باندې ۱۳۰ لمونځ کوونکو د ځاېدوظرفیت لري.
په همدې
مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني وویل، چې دهنه غوري د بغلان یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې د سیاحت لپاره مناسب ځایونه لري او هیله یې څرګنده کړه چې سیاحت کوونکي به وروسته له دې دهنه غوري ته د تلو پرمهال د لمونځونو د ادا لپاره د چشمه جنګان جومات تر څنګ په دې جومات کې هم لمونځ ادا کوي.