د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تر قرغزستان وروسته د ازبکستان لوبډله هم ماته کړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو (کافا) په لړ کې ازبکستان ته ۳-۴ ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو (کافا) په لړ کې ازبکستان ته ۳-۴ ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د ازبک لوبډلې پر وړاندې سخته سیالي لرله.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ازبکستان ۲-۱ له افغانستانه مخکې و او ازبک لوبډله برلاسه ښکارېده، خو په دویمه نیمايي کې افغان لوبډلې پرله پسې ګولونه وکړل او لوبه یې ۳-۳ مساوي کړه، خو د لوبې په وروستیو څو ثانیو کې افغان لوبغاړي وتوانېدل چې د ازبکستان ګول پرانیزي او لوبه وګټي.
د لوبې غوره لوبغاړی رضا حسین پور شو.
ازبکستان تېره ورځ د ایران پیاوړې لوبډلې ته ۲-۱ ماته ورکړې وه او داسې اټکل نه کېده چې د افغانستان پر وړاندې دې ماته وخوري.
ازبکستان لوبډلې د تاجکستان سیالې لوبډلې ته هم ۲-۴ ماته ورکړې وه.
تر دې وړاندې افغان لوبډله توانېدلې وه چې د قرغزستان لوبډلې ته هم ۴-۵ ماته ورکړي. په دغو دوو بریاوو سره اوس افغان لوبډله د سیالیو لوبډلو د نوملړ په سر کې ځای لري.
د فوټسال روانې سیالۍ د جولای میاشتې په ۲۴ پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۰ نېټې دوام کوي چې پکې د افغانستان په ګډون د ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلې لوبېږي. دغه لوبې د تاجکستان په کوربتوب روانې دي.
د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې د چارشنبې په ورځ له ایران سره ده. له تاجکستان او ترکمنستان سره به هم لوبېږي.