افغانستان

د اسلامي نړۍ عالمان: اسلامي نړۍ دې له اسلامي امارت سره اړيکې جوړې او نظام‌ يې په رسميت وپېژني

د مصر، سوډان، فلسطين او لېبیا هېوادونو د ديني عالمانو پلاوي افغانستان ته د سفر په وروستۍ ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال رسنیو ته د خپل سفر په اړه مالومات ورکړل.

د مصر، سوډان، فلسطين او لېبیا هېوادونو د ديني عالمانو پلاوي افغانستان ته د سفر په وروستۍ ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال رسنیو ته د خپل سفر په اړه مالومات ورکړل.

دغو دیني عالمانو، چې د بېلا بېلو اسلامي ټولنو په استازیتوب يې افغانستان ته سفر کړی وو، د تېرو څو ورځو په لړ کې د اسلامي امارت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او په بېلا بېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.

یاد پلاوي پرون د خپل سفر په وروستۍ ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د بريا ساتنه او ټينګښت بايد په حق ثابت پاتې کېدلو، د دښمن دسيسو ته متوجه کېدو او هلو ځلو تر سره شي تر څو د افغانستان مسلمان ولس ته سوکاله او باعزته ژوند مهيا شي.

سرچینې همدارنګه له اسلامي نړۍ څخه غوښتنه کړې، چې له اسلامي امارت سره اړيکې جوړې  او نظام يې په رسميت وپېژني او مرسته ورسره وکړي.

دغو دیني عالمانو په اسلامي هېوادونو نیوکه وکړه، چې ګواکې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره د امریکا شنه څراغ ته په تمه دي.

د دینې عالمانو په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې امريکا دې د افغانستان ۹ ميليارده کنګل کړې شتمني ازاده کړي، تر څو په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې را کمې او له منځه ولاړي شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د تېرو ۴ نیمو لسیزو جنګ جګړو له کبله کابو ۵۰۰ زره ماشومان یتیمان، ۸۰ زره مېرمنې کونډې، ۱۵۰ زره کسان معلول او شاوخوا لس میلیونه کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

دغو دیني عالمانو ټینګار وکړ، چې افغانان د جګړو له کبله سخت زیانمن شوي او لاسنیوي ته اړتیا لري او نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه باید په اوسنیو شرایطو افغانستان یوازې پرېنږدي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې اسلامي امارت د ګڼو وزارتونو څخه ګډ کمېسيون جوړ کړی،  تر څو د نجونو د زده کړو پر وړاندې پرتو تخنيکي او لوژیستیکي ستونزو ته د اسلامي شريعت په رڼا کې حل لاره پیدا کړي او تمه ده چې دا موضوع به ډېر وخت ونه نیسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *