افغانستان

پوهني ریاست کي د ساینس ستوري ازموینه واخیستل سوه

پرون د هلمند ولایت پوهنی ریاست تالار کي د ۳۹۰ تنو زده کړیالانو څخه د ساینس ستوري علمي سیالۍ په موخه اخیرنۍ ازموینه د یو لړ مراسمو په ترڅ کي واخیستل سوه.

پرون د هلمند ولایت پوهنی ریاست تالار کي د ۳۹۰ تنو زده کړیالانو څخه د ساینس ستوري علمي سیالۍ په موخه اخیرنۍ ازموینه د یو لړ مراسمو په ترڅ کي واخیستل سوه.
یادو مراسمو کي د هلمند پوهني ریاست رئیس مولوي محمد عوض انصاري ترڅنګ د مرکزي ساینس مدیریت مدیر ګل احمد احمدي د امتحانو اخیستونکي مسؤل ښوونیار نورالحق یو شمېر د ساینس استادانو او مسؤلینو برخه لرله.
پیل کي د پوهني رئیس ښاغلي انصاري زده کړیالانو ته د کامیابۍ دعا وکړه او زده کوونکي یې د زیات ارزښت وړ وبلل، ده وویل: د دوی لپاره اسلامي امارت ښوونکي، مدیران او مسؤلین د خادمانو په څېر ټاکلي دي.
د ازموینو اخیستلو مسؤل ښاغلي نورالحق باختر خبري اژانس ته په خبرو کی وویل: چي دا ازمویني درې میاشتي مخکي له ۲۹ نهه ویشت دولتي او خصوصی ښوونځیو له ۲۲۰۰ دوه ویشت سوه تنه زده کوونکو څخه پیل سوي وې، چي نن یې دریم پړاو ته کامیاب سویو ۳۹۰ درې سوه نوي تنو زده کوونکو څخه اخیرنۍ ازموینه واخیستل سوه، ده وویل: چی له دې زده کوونکو څخه به د ولایت او ښوونځیو په سطحه زده کوونکي انتخاب سي.
د یادوني وړ ده چي مخکي کلونه هم دا ډول سیالۍ د دولتي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ ترسره سوي وې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *