افغانستان
پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله
ځايي چارواکو د پاکستان له لوري یو ځل بیا د ټرانزیټ په لور د تورخم دروازې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
ځايي چارواکو د پاکستان له لوري یو ځل بیا د ټرانزیټ په لور د تورخم دروازې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب باختر ژانس ته وویل چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري یو ځل بیا د ټرانزیټ پر مخ وتړل شوه.
نوموړي وویل، تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان طرف شل متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې د جوړېدو مخه ونیوله، خو پاکستاني لوري دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.یعقوب زیاته کړه، چې افغان لوری د ستونزې د حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته چمتو دی.