افغانستان
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د صیاد له سیمې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د صیاد له سیمې څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د صیاد له سیمې څخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د اوبو سرچینو د ارزونې په موخه پلازمېنې کابل ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو لپاره ترسره شوه.
د صیاد سیمه یوه له هغو سیمو څخه ده، چې د اوبو ورکولو لپاره د مناسبې
وړتیا درلودنکې ده او د دغې سیمې لومړني مطالعات د جاپان د جایکا موسسې او د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ترسره شوې او لا زیات مطالعات به یې په راتلونکي کې ترسره شي.
د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کېدو وروسته، د بودجې او اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به په راتلونکي کې له نوموړې سیمې څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پنجشېر ولایت ته هم سفر کړی و.