صهیونیستي رژیم د غزې سویل ته پوځي تجهیزات استولي
د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې تړانګې سویل ته پوځي تجهیزات او ځواکونه استول شوي.
د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې تړانګې سویل ته پوځي تجهیزات او ځواکونه استول شوي.
د سیمې خلکو د غزې سویلي ښار خانیونس ته نږدې اسرائیلي ټانکونه، زغروال ګاډي او پوځي تجهیزات لیدلي.
د غزې تړانګې سویل کې ډېری فلسطیني وګړو پناه اخیستې او له کورنیو بېځایه شویو ډکه سیمه ده.
د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل څخه تر اوسه پر غزه تړانګه ۱۰ زره هوايي بریدونه شوي، چې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې او د اوسېدو بېشمېره ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي؛ د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۵ زره او ۹۰۰ کسان په شهادت رسېدلي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دغهراز ۱۴ زره او ۳۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د دې بریدونو له امله د غزې تړانګې د ۲.۲ میلیونه اوسېدونکو له ډلې څخه څه باندې ۸۰ سلنه د خپلو کورنو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
اسرائیلي رژیم بیا وايي، چې د دې جګړې له پيل څخه تر اوسه یې ۴۰۱ سرتېري وژل شوي دي.