جهان

غزه کې هېڅ ځای امن نه دی

ملګري ملتونه او نور مرستندویه سازمانونه خبر ورکوي، چې د غزې هېڅ ځای د فلسطیني ملکي وګړو لپاره امن نه دی.

ملګري ملتونه او نور مرستندویه سازمانونه خبر ورکوي، چې د غزې هېڅ ځای د فلسطیني ملکي وګړو لپاره امن نه دی.

دغو سازمانونو دغه خبرداری وروسته ترهغې ورکړی، چې صهیونستي اشغالګرو تر لنډمهالي اوو ورځیني اوربند وروسته یو ځل بیا غزه کې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي او تر دا مهاله یې نږدې ۲۰۰ ملکي فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

ورته وخت کې د حماس سیاسي دفتر ویلي، چې د اسرائیلو نور زندانیان به په غزه کې

د یو دایمي اوربند په صورت کې خوشې کړي.

دغه دفتر زیاته کړې، له حماس سره په پاتې اسرائیلي زندانیانو کې ترډېره پخواني او اوسني پوځیان او قومندانان شامل دي، چې د یو تلپاتې او دایمي اوربند د ټینګېدو په صورت کې یې خوشې کولو ته چمتو دي.

باید وویل شي، چې غزه کې د جګړې له بیا پیل سره حماس هم د اسرائیلو پر بېلابېلو سیمو سلګونه توغندي توغولي چې ځینو سیمو کې د مرګ ژوبلې د اوښتو خبرونه هم ورکول شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *