اجتماعی

د اصطلاحاتو او د هغو اړوند اصلاحاتو تر بسې اړتيا ده !!

د غربي فكري جگړې اصطلاحاتو د دښمنۍ پالنې، په سوله كې جگړې يا له سولييزو لارو د جگړې پر مخ وړلو او هر اړخيزو فكري، فزيكي، تمدني، معنوي، فرهنگي او…ويجاړيو رامنځته كولو لپاره پر نړۍ او ځانگړې توگه زموږ په مسلمانه او بيا افغاني ټولنه كې خورا شيطاني اصطلاحات، نومونه او دودونه رامنځته كړي او لاهم پراختيا او وده ور كوي چې يواځي غرب او غرب پلوه كړۍ ترې گټه پورته كړي او پورته كولای يې شي، موږ ترې گټه نشو اخيستلای، بلكې زياتر د غربي شاليدونو، ليدلوريو او لرليدونو له مخې په داسي باريكيو، رمزونو، رازونو درول شوي چې پټې او ښكاره موخې لكه غربي تمدن، معنوياتو، فرهنگ، ارزښتونو او…ته بلنه يې ورپورې تړلې وي، نو دلته يې

د غربي فكري جگړې اصطلاحاتو د دښمنۍ پالنې، په سوله كې جگړې يا له سولييزو لارو د جگړې پر مخ وړلو او هر اړخيزو فكري، فزيكي، تمدني، معنوي، فرهنگي او…ويجاړيو رامنځته كولو لپاره پر نړۍ او ځانگړې توگه زموږ په مسلمانه او بيا افغاني ټولنه كې خورا شيطاني اصطلاحات، نومونه او دودونه رامنځته كړي او لاهم پراختيا او وده ور كوي چې يواځي غرب او غرب پلوه كړۍ ترې گټه پورته كړي او پورته كولای يې شي، موږ ترې گټه نشو اخيستلای، بلكې زياتر د غربي شاليدونو، ليدلوريو او لرليدونو له مخې په داسي باريكيو، رمزونو، رازونو درول شوي چې پټې او ښكاره موخې لكه غربي تمدن، معنوياتو، فرهنگ، ارزښتونو او…ته بلنه يې ورپورې تړلې وي، نو دلته يې په سيستماتيك ډول دود كېدو له لارې كرار موږ د دغې بلنې ښكار گرځو، غرب ته خپلې موخې پر لاس ور كوو او په دې ډول دوی هغه موخې چې د لسيزو جگړو، بنديزونو، فشارونو، راكړې وركړې او هيڅ ډول اړيكو له لارې يې نشوای ترلاسه كولای، د همدې شيطاني اصطلاحاتو، نومونو او دودونو له لارې ورته لاسرسي پيداكوي.

په نږدې تېر كې چې اسلامي امارت په هېواد كې د اشغال تپلي رژيم موازي، خو تيت وپرك نظام و؛ د غرب دا ډول ډېرې حربې او ضربې مجاهدينو په خپلې اړوندې تخنيك كارۍ او تدبير سرچپه يا لږ ترلږه په خپله گټه وڅرخولې، پر دوام يې اوس هم چې د بهرنيو سازمانونو، بنسټونو، شركتونو او… فعاليتونه او پانگونې تر بشپړې او كره څارنې لاندې دي؛ ترې ښكته نيمې كاسې او شاته پټې موخې يې له گواښ سره مخ او دلته له خپلو فعالیتونو ښايي ډېر خوښ نه وي چې كله ناكله يې اړوند شكايتونه هم اورېدل كېږي او ځينې وخت په غبرگون كې بې بنسټه ادعاوې هم كوي چې د ملگرو ملتونو بشري حقونو په چارو كې ځانگړي راپور ور كوونكي ريچارډ بينټ يې ښه بېلگه دی، نوموړی موده وړاندې دلته له نږدې د بشري حقونو ارزولو او له واقعيتونو په رښتوني ډول د راپور جوړولو په نوم راغی، ډېرو مشرانو سره يې وليدل، رښتوني واقعيتونه يې له نږدې وكتل او واورېدل او له بېرته راگرځېدو سره يې د اسلامي امارت چارواكو ته مثبت هم وښودل، خو د ملگرو ملتونو۷۷يمې لمانځغونډې ته د وينا له لارې يې بيا نړۍ ته هرڅه سرچپه وښودل. د بينټ دغې نمك حرامۍ دا هم جوته كړه چې د ياد نږدې تېر څومره سرچپه او په لوړ توپير موږ د تبليغاتي او رسنيز غفلت ښكار يو چې دښمن دا ډول غورځنگونه راباندې كوي او د دې په گډون گڼې نورې بېلگې هم ښيي چې زموږ دې غفلت ته هغوی د خپلو موخو تر لاسه كولو د يواځيني چانس او فرصت په سترگه گوري.

په هر رنگ؛ اسلامي امارت د خپل ځانگړي تخنيك او د گڼو برخو تخنيك كارانو په نه ستړې كېدونكو هڅو، اخلاص، پر ځان د ورځې او شپې يو كولو او د ډېرو نورو هغو مواصفاتو په لرلو دې ځای ته را ورسېد چې اوس په عموم كې له منځه تللي او هېر شوي، په سيستماتيك شكل يې ځينې پخوانيو نېمگړتياوو(چې هغه مهال په كمه سترگه كتل شوې، كمې ترسترگو شوې، ياهم پټې پاتې شوې او اوس يې زور اخيستی)او غربي اصطلاحاتو يې ځای نيولی، په ټولو برخو كې آن تر اړتيا زياتو د اشغال تپلي رژيم كسانو پراخ شتون يې د اسلامي امارت سیستم ته لاره هواره كړې او د پايلې په توگه ترې په اغېز د اوسني اسلامي نظام گڼې ادارې، چارې، چارواكي، پاليسۍ او په ټوله كې اسلامي امارت د ولس د هېلو په پوره كولو كې پاتې راځي، بلكې لا ننگوي يې. خو دا په دې مانا نه چې هېوادوال، كدرونه او وروڼه وگړي دې په هغه رژيم كې فعاليت، له يادو اصطلاحاتو د اغېزمنتيا او د اوسني نظام هم اغېزمنولو له وجې په نظام كې نه وي، بلكې د اسلامي امارت په ځانگړې تخنيكي پاملرنه يې يوه داسې چاره ولټول شي چې هم د دوی مغز مينځنه ترسره شي او بيا د اسلامي نظام او تمدن په ځانگړي چوكاټ كې د فعاليت جوگه وي او هم اسلامي امارت لكه څرنگه چې يې نوم او ښكاره بڼه ده؛ همغسې له پرديو اصطلاحاتو پاك، رښتونی اسلامي نظام او د افغاني او مسلمانې ټولنې په هېلو پوره ختلی وي او دا هغه وخت شونې ده چې رښتونې اسلامي حكومتولۍ ته پرمختگ ور كولو او دلته د پخواني اسلامي تمدن زمينې رامنځته كېدو ته د پخواني رژيم او له غربي اصطلاحاتو اغېزمنو كسانو په ورينه ټنډه زړه ايښی او پر ټولو كړو وړو، دندو او فعاليتونو او په نظام كې پر رول يې د اسلامي نظام تخنيك او تخنيك كاران بشپړ مسلط او برلاسي وي او دا بيا هماغه د تيت وپرك اسلامي امارت د مهال اخلاص او ژمنتيا غواړي كه ورته پخواني مسلكي مجاهدين را وړاندې شي، ترڅو د يادو كسانو تر بشپړې مغز مينځنې او پوهاوي د هغوی تشې په يو ډول ډكې كړي او پر مټ يې پر هرڅه برلاسي واوسي.

دا چې د غربي اصطلاحاتو او د هغو اړوند اصلاحاتو ته تر بسې اړتيا هم ده او بنسټ يې هم د اسلامي امارت پر مشرتابه او كابينه(معمار)او د رښتونې اسلامي نظام جوړونې تخنيك پر معيار ولاړ دی، نه پر پرديو غربي اصطلاحاتو؛ ښايي د اسلامي امارت تخنيك كاره ډله ډېر زيات اصلاحات په پام كې ولري چې له منځه يې د يادو اصطلاحاتو او اړوندو پرديو موخو مخنيوی هم وي او په وروستيو كې د اسلامي امارت لخوا د يو ځانگړي بهير له مخې دغه اصطلاحات له منځه وړل او په دولتي ادارو كې د وگړو چارې ساده او له كاغذ پرانۍ اسانول هم په پلان كې نيول شوي؛ خورا پر ځای گام دی، كه داسي يوه چاره له نن څخه يو كال وړاندې تر سره شوې وای، له شته ډېر ښه زېري او پرمختگونه به مو لرل، خو چې تر مشرتابه پورې ټولو چارواكو پام لاهم د نظام په اعمار او جوړښت متمركز دی او هره شېبه پكې يو ځای او له يوې خوا اصلاح راولي؛ لايې وخت نه دی تېر. خو په دې مقطع كې بايد د ولس، مجاهدينو او بې اسرې وگړو هيلې او تمې هره شېبه په پام كې وي چې د ښو وړتياوو څښتن پكې شته او له كلونو راهيسې په دې تمه و چې يو وخت د اسلامي امارت نظام تر سيوري لاندې ځان او خپلې هيلې هم په هغه كې وويني، خو سره له دې چې هغه وخت او بيا اوس هم يې مشرتابه او نورو مشرانو په بېلابېلو ټكو پر خاطر ساتلو ټينگار كړی؛ بياهم پكې ښايي ډېرو ځان او هيلې نه وي ليدلې او يواځي د هغه وخت دوو موازي حكومتونو منسوبين پكې را ټول ويني.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *