افغانستان
نفاق اچول د دښمن اصلي موخه ده
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات ولایت سرپرست مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په یو خپاره کړي ویډیویي کلېپ کې ویلي، چې د هېوادوالو ترمنځ د نفاق رامنځته کول د دښمن اصلي موخه ده او ولس باید دغې موخې د دښمن د رسېدو مخه ونیسي.

نوموړي هېواد کې شته ټینګ شوي امنیت ته په اشارې زیاته کړې، چې دښمن د امن شته فضا نه شي زغملی او د نفاق اچولو له لارې هڅه کوي هېواد کې وضعیت ګډوډ کړي.
مولوی حیات الله مهاجرفراهي د ورورۍ په فضا کې د افغانانو د یو او بل زغمل ستایلي او پر دوام یې ټینګار کړی دی.
فراهی دغه څرګندونې، هرات کې وروستیو بزدلانه او نفاق اچونکو پېښو ته په اشارې کړي، زیاته کړې یې ده، چې د دغو پېښو د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.