افغانستان

نیمروز کې یوه سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ځايي چارواکو د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۲ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی

ځايي چارواکو د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۲ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.د نيمروز د ټولګټو چارو رئيس مولوي جان ‌محمد بدري باختر خبري اژانس ته وویل چې یاد سړک د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري د ۲ میلیونه ۵۰۰ زره افغاینو په لګښت د رئيس جمعه خان له کلي څخه د ولسوالۍ تر مرکز پورې جوړ شوی او چارې یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شوې دي.د نوموړي په خبره د دغه سړک په جوړېدو سره مرکز زرنج ښار ته د کنګ ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره بریده حل شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *