افغانستان
په ارزګان کې ۱۳ کارخونې او زرګونه کیلوګرامه یامه له منځه یوړل شول
د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې د نشه يي توکو د تولید ۱۳ کارخونې او ۲۲ زره ۵۰۰ کیلوګرامه یامه له منځه یوړل شول.
د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې د نشه يي توکو د تولید ۱۳ کارخونې او ۲۲ زره ۵۰۰ کیلوګرامه یامه له منځه یوړل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه عملیات د چهارچینو د ولسوال مولوي محمد رفیق هنر په مشرۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې آمریت، د استخباراتو، امنیې قومندانۍ او څلورمې رواحه لوا سره په ګډه د یادې ولسوالۍ په زمبرې سیمه کې ترسره شوي، چې په کې ۱۳ کارخونې او ۲۲ زره ۵۰۰ کیلوګرامه یامه نیول شوي دي.
د مسئولینو په وینا، د یادې قضیې په تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي، چې دوسیې به یې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.