گزارش

د ميمنې تجارتي کمپلکس د جوړولو کار پيل شو

د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښاروال وايي، چې په ٦٢٥ متر مربع ساحه کې د څلورو پوړونو په لرلو د يوه سوداګريز کمپلکس د جوړولو چارې پيل شوې او د دغه سوداګريز کمپلکس د جوړېدو ټول لګښت د ٢١ ميليونه افغانيو په ارزښت د میمنه د ښاروالی د عوايدو له لارې ورکول کېږي.

د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښاروال ملا ګل احمد مبشر په دغه ښار کې د یوه سوداګریز کمپلکس د جوړېدو په اړه وویل: د څلور پوړونو په لرلو سره د یوه سوداګریز  کمپلکس د جوړېدو چارې پیل شوې. د ميمنې ښاروالۍ له عوايدو څخه د ٢١ ميليونه افغانيو په ارزښت د دغه سوداګريز کمپلکس د جوړولو چارې پيل شوې او د ٦٢٥ متر مربع په ساحه کې يې چارې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه: «د ميمنې ښار سوداګريز کمپلکس د دغه ښار په مندووي کې موقعيت لري او د سوداګرۍ د بهير د ښه والي او سوداګرو ته د اسانتيا په رامنځته کولو کې ګټور او اغېزمن تمامېداى شي او د دغه ډول سوداګريز کمپلکس جوړول اړين دي.»

ملامبشر وويل، چې د ميمنې سوداګريز کمپلکس د جوړېدو چارې به په اتو مياشتو کې بشپړې شي او سوداګر او ښاريان به له دغه کمپلکس څخه ګټه پورته کړي.

د يادونې وړ ده چې د فارياب ولايت د سيمه ييزو ارګانونو مسوولينو په ميمنه ښار کې د دغه سوداګريز کمپلکس د پرانېستې په مراسمو کې ګډون کړى و او د دغه ولايت د سوداګرۍ او اقتصاد په وده کې يې اغېزمن اقدام وباله.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *