اخبارافغانستان

په کونړ کې د یوه کانال د بیارغونې چارې پیل شوې

د کونړ د اقتصاد ریاست مسئولین وايي چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عبدالله همت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د وټه پور ولسوالۍ په کټار قلا سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د ۲۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ کیلو متره کانال د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

همت وویل، چې د یاد کانال په پروژه کې ۲۸۵ متره دېوال،۲۳۰ متره بولډروال او ۱۳۲ متره    سرپټې ویاله شامله ده چې په کې ۴۱۰ تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت دې ته ورته ګڼ شمېر پروژې پلې شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *