جهان

ترکیې له اسرایلو څخه خپل سفیر ورغوښتی

د ترکیي د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اسرایلو کې یې خپل سفیر ورغوښتی او هلته یې خپل ډیپلوماتیک ماموریت پای ته رسولی.

د ترکیي د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اسرایلو کې یې خپل سفیر ورغوښتی او هلته یې خپل ډیپلوماتیک ماموریت پای ته رسولی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ګام یې غزه کې د اسرایلي پوځ له لوري د مخ په زیاتېدونکې بمبارۍ او له اوربند څخه د اسرایلي حکومت د سرغړونې په غبرګون کې کړی.

دغه راز د نړۍ په ګڼو امریکایي، اروپایي، اسیایي او نورو هېوادونو کې لا هم د اسرایلو پر ضد او د فلسطین پر ملاتړ لاریونونه روان دي او ژر تر ژره د دغې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې؛ غزه کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او تازه شمېرنې ښيي، یو نیم میلیون فلسطینیان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او اوس مهال د بمباریو له ګواښ سره مخ پنډغالو کې له سخت حالت سره یو ځای ژوند کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *