جهان

د صهیونیستي رژیم روان وحشت؛ غزه کې ملکي کورونه بمبار کړي

صهیونیستي ځواکونو پرون سهار د غزې په مرکز کې پر ملکي کورونو او یوه جومات بمبار کړی، چې له ۳۰ زیات فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

صهیونیستي ځواکونو پرون سهار د غزې په مرکز کې پر ملکي کورونو او یوه جومات بمبار کړی، چې له ۳۰ زیات فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.

دا برید چې په وروستیو کې تر ټولو مرګونی ګڼل شوې، ډېری روغتیايي او مرستندویه ادارو غندلی دی. د راپورونو پر اساس؛ د صهیونیستي رژیم

د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې ۱۲۷ فلسطینیان شهیدان او زیات شمېر ټپيان شوي دي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل څخه تر اوسه ۲۷ زره او ۳۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه‌راز تر دې دمه ۱۰ زره ماشومان شهیدان او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله روان وضعیت زړه بوږنوونکی ګڼلی او ویلي یې دي، چې له ۱۷ زره ډېر ماشومان بې‌سرپرسته دي.

له بل لوري امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي هېواد یې له اسرائیلي پوځ سره ۱۷.۶ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

ویل کېږي چې دا پیسې به د اسرائیلو د دفاعي سیستم پیاوړتیا او پرمختللو وسلو او توغندیو په برخه کې ولګول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *