سیاسی

د ملګروملتونودبشري حقونو بنسټونه په فلسطین کې دخپلې داعیې په تطبیق کې سل سلنه پاته راغلي

یو پربل پسې د اسرائیلود صدراعظم بنیامین نتانیاهو، اخطارونه اولفظي ګواښونه چې دوی به دې دغزې تړانګه ترخپلې ولکې لاندې را ولي اوله تصرف وروسته به دې تړانګه کې خپلوعملیاتوته ادامه هم ورکوي یوه هېښوونکې خبره ده ، خوهېچا ترې ونه پوښتل چې په کوم قدرت دومره زورورچې مځکه او اسمان پرکاڼو ولې ،

یو پربل پسې د اسرائیلود صدراعظم بنیامین نتانیاهو، اخطارونه اولفظي ګواښونه چې دوی به دې دغزې تړانګه ترخپلې ولکې لاندې را ولي اوله تصرف وروسته به دې تړانګه کې خپلوعملیاتوته ادامه هم ورکوي یوه هېښوونکې خبره ده ، خوهېچا ترې ونه پوښتل چې په کوم قدرت دومره زورورچې مځکه او اسمان پرکاڼو ولې ، خود نتانیاهو دومره لوړې اوبېځایه خبرې دیوه بل حقیقت ښکارندویې هم کوي هغه داچې چې د پردې ترشاه د امریکا د متحده ایالاتو له ټینګ ملاتړڅخه برخورداردی چې د اوربند په اړه د هېچا وړاندیزته غوږنه نیسي ، اسرائیل اوآمریکا دواړه غواړي چې د منځني ختیځ په هېوادونود ناامنیو اورونه بل وساتي ، د عربي نړۍ مشران په ښکاره په ګوګونو، ننوتلي خوکله یې چې داوربند په اړه د نتانیاهووروستی انکاراود هغه له دریځ نه دامریکا د متحده ایالاتو ملاتړاواخطارونه واوریدل  نویوڅه ټکان یې وخوړ اویو د بل په غوږونو ورتوکرۍ  شول چې په نتیجه کې یې د نوامبرې د میاشتې په ۱۱نېټه چې د عقرب د میاشتې له شلمې نېتې سره یې سمون درلود ، د نورې نړۍ دشمېرمشرانو سره یې په سعودي عربستان کې غونډه وکړه چې په ترڅ کې یې په ظاهري معمولو لفاظیود فلسطینیانوپه ضد د اسرائیلو مظالم وغندل اوترڅنګ یې ډارمنده دغزې تراړې ته داړتیا وړموادو دپرېښودلوپه اړه وړاندیزونه وکړل .

خوداچې ددوی پریکړو ته به څوک غوږ ونیسی که نه ؟ هغه باطله خبره ده ، خودغه جرګه مارو، د خپلوملکونوپه ضد د اسرائیلو د کوم احتمالي خطر، نه د دفاعي دریځ په اړه کوم وړاندیزهم نه درلود او نه یې دا ټکی روښانه کړچې په راتلونکې کې به په منځني ختیځ کې د اسرائیلو داحتمالي نظامي پرمختګ په اړه ددوی دریځ او غبرګون څه وي ؟  په داسې حال که چې نتانیاهوپه خلاصه خوله دا هم ویلي چې که په نظامي لحاظ که اړتیا پېښه شوه دوی به د ټولې نړۍ په مقابل کې ودرېږي .

د عامه ذهنیت په اند ، اسرائیلوته د اوربند وړاندیزونه ، ددوی د مظالموغندل اود مخنیوي لپاره یې ټول بې ګټې دي ځکه نه اسرائیل او نه م د امریکا متحده ایالات چې اسرائیل د (لوځکې) په شان لوبوي ، کوم غوږ ونیسي ، لاریونونه خود نړۍ په هرملک کې زښته ډېروشول ، کومه ملموسه نتیجه یې ورنکړه ځکه د عربي نړۍ د مشرانوله سرمشریزې غونډې سره همهال په یوه ورځ د انګلستان په پلازمېنه لندن کې ددریولکوکسانوپه کمیت سترلاریون وشوچې داپه خپل ذات کې بیساری اوهغه سترلاریون وچې تراوسه په لندن کې نه و لیدل شوی ، دترکیې جمهوررییس اردوغان د اتاترک په نامه هوایی ډګرکې د یونیم ملیون وګړوپه ګډون لاریون او پخپله اردغان هم دغه لاریونه ته وینا وکړه خوکومه نتیجه ؟

الله مه کې موږ هېڅکله د اردوغان په هڅونیوکه نلرو، دهغه مخکنۍ هلې ځلې د زړه له کومي ستایوځکه ترکیه لومړنۍ هېواد و چې خپله داعیه یې له اسرائیلوسره د دیپلوماتیکو ، سوداګرېزو اړیکو په غوڅولو سره ثابته کړه زموږ منظور دلاریونونو او وړاندیزونود بابیزه والي په اړه دی او ضمن کې پیغام مو دعربي نړۍ [خوبولیو] مشرانوته دادئ چې که نن په فلسطینیانو اوربل دی سبا ددې بل شوي اور شغلې ددوی په ملکونو کې هم ژبغړانده کېږي نواوس سروخت دی په هرډول اوهرتدبیرچې وي د اسرائیلوددغه بل شوی اورمخه باید ونیول شي ، ځکه مخکې له دې چې دا اور یې د کورونو دروازو ته ورسېږي د مخنیوي لپاره یې     وروستۍ اوغوڅ باید وشي ، اسرائیل خوله پیل نه د فلسطینیانوپه حق الله اوحق العبد کاڼه اوبې رحمه وګړي ول اوکرې ورځ به د نړۍ آژانسونه پرې غږېدل اوس چې دامریکا ملاتړله دغه ګېدړانو حاصل شونوداسې زمریان ترې جوړشول چې په هېچا یې سترګه نه ډکېږي اوموجود

د فلسطینیانو په ضد د مبارزې داسې پلمه هم په لاس ورغله چې ټوله کفري نړۍ پرې خوشحالېږي نوځکه په خلاصومټواو وازکومي د منځني ختیځ هېوادونوته اخطارونه هم ورکوي  ، د علایمواوقرائینو معلومېږي چې دفلسطین له موضوع وروسته دغه تورښاماردمنځني ختیځ په هېوادونوهم مخ را تاوي چې په نتیجه کې به د نړۍ په جغرافیا کې داسې لوی منفي بدلون را منځ ته کړي چې د چا په ذهن کې بې نقشه نه وي ، نوزموږ غافل عربي  وروڼه ولې دومره بې خبره دي چې ددغه لوی خطرپه وړاندې چوپه خوله اونه لس کمپلې نورې هم له ځانه را تاوي .

دټکي ته هم اشاره کووچې د نړۍ د بشري حقونودبنسټونولپاره اوس ډېرلوی شرم دی چې دوی په نوروهېوادونولکه په افغانستان کې د بشري حقوقو او علی الخصوص دښځود تعلیم اونورو حقونوپه اړه  غږ پورته کوي په افغانستان کې خو الحمد الله ښځې او نجونې ژوندی دي دومره ظلم پرې نشته لکه نن چې فلسطیني خویندو میندود صهیونستانولخوا روان دی موږ ددغه بنسټونو انصاف ته حیران یو چې په فلسطین کې ولې ددوی سترګې ړندې دي چې خپل د انصاف غږ پورته اوپه چا یې تطبیق کړي ؟ هغه غږ چې تل یې د ښځودحقونواوتعلیم په اړه په افغانستان کې له خپلوشیطاني رسنیو په بیا بیا پورته کوي ؟

بیا هم وایو چې په افغانستان کې ښځې ژوندۍ دي ماشومانې ترشپږم ټولګي پورې زده کړې کوي د ښځو نفقه پرخپلو مېړونو فرض ده په نس مړې اوپه تن پټې دي هغوی چې کوندې دي اقربا لري او د تېرو وختونو په شان الله پاک روزي ورسوي .

نو الحاصل چې اسلامي امارت خو د ښځو پروړاندې هغه کانې چې اسرائیل یې د غزې په تراړه کې د فلسطیني ښځو او ماشومانو پروړاندې کوي ، نه دي ترسره کړې نو بیا ددوی برناحق غوغا د څه لپاره ؟  یو ځل بیا غږ پورته کوو چې دملګرو ملتونود بشري حقونومدعیان په خپله داعیه کې پاته راغلي ، نور د نړۍ په خپلو درواغجنو اوتوبوتونه تېرباسي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *