افغانستان
په کونړ کې د برېښنا بند جوړولو چارې پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د افغانستان د برېښنا بند ولسي مبارزې ټولنې په مالي ملاتړ د ۸۰۹ زره او ۹۱۵ افغانیو په لګښت د یوه کوچني برېښنا بند د جوړولو چارې پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د افغانستان د برېښنا بند ولسي مبارزې ټولنې په مالي ملاتړ د ۸۰۹ زره او ۹۱۵ افغانیو په لګښت د یوه کوچني برېښنا بند د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه بند چارې د اوبو او انرژۍ وزارت د انجنیري خدمتونو (واپیکا) رئیس انجنیر اعجاز الحق دانشیار، یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی بند به د ۱۵ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا ولري او چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.